صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: یو څو لنډکي شعرونه او بیتونه(کب ۹۳، وری ۹۴)

شعرونه: یو څو لنډکي شعرونه او بیتونه(کب ۹۳، وری ۹۴)

lawang
يكشنبه 12 آپریل 2015

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

یو څو لنډکي شعرونه او بیتونه/ صدیق الله بدر

 

ډبرې

د زړه هيندارې ټوټې ټوټې راټولومه دې چې
سترګې ماشومانې په هر کاته ډبرې ګرځوي

۹۳.۱.۲۲

«««

لار

انتظار مې غږاوه
ویل يې
یوازې
لار روانه ده

۱۳۹۳.۱.۲۲

«««

خبرې۲
په زړه د مينې ناست یم
د چا خبرې يمه
د چا له شونډو نه مې رنګ اخستی
۹۳.۱.۲۲

«««

خبرې

کاشکې خبرې دې وای
هم په ترخو کې خواږه
او هم په شونډو دې رنګ
۹۳.۱.۲۲

«««

لامده باڼه

د ترحم احساس کوم په کې وېرېږمه هم
نن يې باڼه لامده لامده را اړول، ما کتـــل

۹۳.۱.۱۸

«««

ستا ښکلا او زه

تا سره ښايي چې ښکلې اوسې
خو زه هم حق لرم چې دې ښکلا ته
ټول ژوند ومرم
خو را ژوندی شم بېرته
۹۳.۱.۱۷

«««

خاورې

تا چې خپل ذهن، خپلو یادو ته سپارم
ژوند دې غواړم
هره شېبه په دې هیندارو کې به ګورمه دې
هغه ورځ هیڅکله هم
زما په ژوند کې چيرې رانه شي چې
ته شې د خاورو
ځکه چې خاورې یو ځل واخلي يو څه
بېرته يې نه راکوي
۹۳.۱.۱۷

«««

وصال
زه وم ماښام ته ولاړ
تياره وه پټه چېرې
نه ښکارېده
شپه مې هم
وليده چې
د نور
په سيند کې
په مسنۍ لمبله
۹۳.۱.۱۴/۱۵

«««

سوې نوا

زړه د کوچۍ مينې سندره غواړي
خو خبر نه دی په دې
چې شپېلۍ
سوې نوا
څنګه راغبرګه به کړي
پرون زموږه کلی
اور ته ناست و
۹۴.۱.۵

«««

يو بيت

د رسوايي د لارې سر کې عشقه څه مې پوښتې
چيغه چې په ستوني کې په تنګه شي په شور راځي

۹۳.۱.۳

***

خوب

په دې هم خوښ يم
چې دې په خوب کې وينم
ويښه کې لاس مې
تر تا نه رسېږي
۹۳.۱۲.۲۹


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس