صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: د سنبلي تر 17

شعرونه: د سنبلي تر 17

lawang
دوشنبه 8 سپتامبر 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

خالي دنیا

جانانه هره ورځ
زه هغه ځای ته
په بې خیالۍ
په مينه بیا بیا ورځم
خو رسېدو سره سم
زه په یو ډک زړه آيينه بدلېږم
چې هره خوا
خالي دنیا راښيي

۱۳۹۳.۶.۱۷

***

تگ

که تا
یوه موده
ونه لیدلم
د ځان په لټه کې یم
ښايي نور هيڅکله هم
بیا راونه ګرځمه
۱۳۹۳.۶.۱۶

***

مخه ښه
سبا وروستۍ ده
د مخه ښې ورځ ده
سبا ډالۍ ورکوم
خو زړه
لږ پام به کوې
هغه يې وس نه لري
هغه خو بدر نه دی
ډېره يې مه ځوروه
۱۳۹۳.۶.۱۴

***

یو زړه یو انځور

چې وې مه ځه
تا (نه) ووې
که کتل دې
زړه د بدر
یو ټوټې ټوټې انځور و
۱۳۹۳.۶.۱۱

***

زه، لمر او سيوری

کله مې سيوری تر ما مخکې روان
او کله زه
د تنهايۍ له ويرې
هره شېبه هر قدم شاته ګورم
چې مې خپل سيوری
راپسې دی که نه
لمره منم دې جار شم
خو کاش چې ټکنده غرمه نه وای هيڅ
ما ته بې سيوري بې ملګري مزل
اشنا بې خونده، ډک له وېرې او ډېر ستړی ښکاري
1393.6.9


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس