صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > په روژه کي د تندي مخه ونيسئ

په روژه کي د تندي مخه ونيسئ

Hask
شنبه 28 جون 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

 

په روژه کي څه ډول د تندي مخه نيولای سو؟

ټولو مسلمانو وروڼو ته درمضان المبارک دمبارکۍ له وړاندي کولوسره دتندي دمخنيوي په موخه داڅو کرښي وړاندي کوم هیله ده چي خوښي مو سي، په پام کي به يې ونیسئ او په روژه ماتي کي به موږ په دعا کي درسره شریک کړئ.

دفلکیاتو ماهران وايي چي دسږ کال درمضان دمیاشتي ورځي په تېرو ۳۳ کلونو کي ترټولو اوږدې ورځي دي الله تعالی دي روژه نيونکو ته ستر اجرونه او ثوابونه ورکړ .

همدا راز سږ کال روژه په سخته تودوخي او د دوبي (ووړي) په منځ کي ده چي لوږه او تنده به يې دتېرو کلونو په نسبت زیاته وي مونږ پدې لیکنه کي روژه ساتونکیو ته په تنده دبرلاسي لپاره ځيني ګټوري مشورې وړاندي کوو.
دروژې دمبارکي میاشتي په ورځو کي دتودوخي ددرجو لوړوالی حتما روژه ساتونکی سخت تږی کوي او هغه خواړه چي روژه لرونکی يې خوري دروژې په مهال کي په تنده باندي دبرلاسي په راوستلو کي ستر رول لوبوي،
 ددې لپاره چي تنده له مېنځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي مشورې په پام کي ونیسو .

١: له هغو خوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړو په کومو کي چي
مسالې زياتي کارول سوي وي

 په تېره بیا په پشلمي کي ځکه چي دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.

٢: روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا بشپړه سي .

٣: دشپې لخوا او په پشلمي شنه واښه، سلاد، اوتازه مېوې وخوري ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، واښه اوسبزیجات په ګېډه کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټېټوي .

٤: په سلاد او خوراک کي تل دمالګي په ځای لېمو وکاروو، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي همدا راز مالګه عموما ضررونه لري خو لېمو سرچپه روغتیا ته ګټه رسوي .

٥: له تروو خوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه ترېو ماهی، اچار، سرکي او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه انساني بدن داوبو څښلو ته اړ باسي .

 ٦: ځېني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې په مهال لږ او یا بېخي نه تږی کيږي خو دا بېځایه سوچ دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلو څخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي .
دروژې په میاشت کي دمائعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، په ګېډه ناوړه اغېزې کوي،

معده کمزوري کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په خېټه کي ګربړ پېښوي،
په همدې ډول ځېني کسان دروژه ماتي په وخت کي زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه په ګېډه ناوړه اغېزه پرېږدي،
 اوبه باید برابري سړې وي او روژه ساتونکی يې باید
په نوبتي بڼه لږ لږ وڅښي، داچي يوڅوک دخوراک په مېنځ کي خواړه په اوبو تخته کوي ناسم کار دی داځکه چي هغه يې هضمولوته وخت نه ورکوي غوره طریقه داده چي خواړه په خوله کي ښه وژوول شي ترڅو يې ګېډي ته هضمول اسانه سي .
٨: همدا راز روژه لرونکی باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي
 کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي
 او یا يې دخوږوالي لپاره زیاته بوره په کي کارول شوي وي
 روغتیا پوهان وايي چي دا ډول مشروبات روغتیا ته ضرر پېښوي
 او ماشومانو ته حساسیتونه راولاړوي او په ځای يې باید تشي اوبه
 او یا دتازه مېوو نښتېځل سوي مشروبات وکارول سي .

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/643

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس