صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > لنډه کیسه: ملکي

لنډه کیسه: ملکي

lawang
دوشنبه 12 می 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

لنډه کیسه/ صدیق الله بدر

ملکي


- ملکي ميراثي وه، خو خبره په نيت او باور کې وه.

زرولي دا خبره وکړه، له ځایه راولاړ شو، څادر يې وڅانډه او خپله خبره يې وغځوله: (( له پنځو کسانو دوو
ته راغلو
، خو پرېکړه به د
کلي د دايمي خير کوو
.))
هغه چې په تګ تګ کې دا خبره کوله، شاه دل اکا چې تر دې دمه په ژور سوچ کې ډوب و او شېبه په شېبه يې په څېره کې د وېرې او غوسې
نښې څرګندېدې
، په زرولي غږ
وکړ:(( ته ښه وايې
، خو هيبت ته دې پام نه و چې پرون
يې
د
ولسوالۍ غونډه کې
څه ويل، له ما سره د کلي سودا
ده.))

زرولي چې په تګ تګ
کې څادر اوږې ته کاوه
، پښه نيولی شو: ((
کاکا! د هيبت دا وېرول به
بیا د هغه د کلونو
کلونو له زغملو
راته سخت نه وي؟))
د زرولي له دې خبرې
سره د شاه دل اکا دېره کې چوپتيا خوره شوه
. کلیوالو یو بل ته سره وکتل، تر
اوږدې چوپتيا وروسته یو کلیوال راپاڅېد او په لوړ غږ يې وویل: (( زرولي سمه خبره
کوي، اوس چې هیبت ملک نه دی راته برګ دی، چې ملک شي سم دم به مو خوري.))

زرولي کرار کرار بېرته راتاو شو. شاه دل اکا ته يې مخامخ پر ځمکه پلتۍ
ووهلې: ((د خير د سړي خبره به کوو، عالم خان اکا په سپېره ځمکه هم راسره کېني.))

څو کسانو غوښتل څه ووايي، خو یو سپین ږیری کلیوال چې د شاه دل اکا تر څنګ
ناست و او ونې ته يې ډډه لګولې وه، خپله لکړه په زوره زوره پر ځمکه وډبوله: (( زرولي
بده خبره نه کوي، موږ ټول عالم خان پېژنو، هغه هر وخت د نورو د خیر خبره کړې.))

سپین ږېري نورو ته وکتل، ټول غلي او ده ته ځير وو. ده ورغبرګه کړه: (( زه
په هیبت پوهېږم، هغه وېرېدلی، ځکه ګواښونه کوي.))

د کلیوالو له منځه یو ځوان په جګ غږ وپوښت: (( هغه څنګه؟ صنوبر کاکا؟))

صنوبر کاکا ټوخی ونیو او په زرولي يې غږ وکړ: (( هلکه! نور... ته ورته وایه.))

زرولي تر څه سوچ وروسته وویل: ((لنډه يې درته کوم، تاسو پخپله ولیدل چې
هیبت ډېر مصرفونه وکړل، نور يې وس نشته، ها! زموږ باور سړی وېرولی. په دې هغه
پخپله پوهېږي چې څنګه؟))

۱۳۹۳.۲.۲۱


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس