رفتن به محتوای اصلی
دیوال

دیوال

زمان مطالعه: ( کلمه)
همرسانی:

<?xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" /> 

د سپرلي تودې وږمې د کنګل ژمي د دېواله تر شا په خندا خندا ګامونه اوچتول او د تودو نفسونو غږ یې د کنګل ژمي کنګل زړه ته د یخونو له موټي د آزادېدو، د کنګلو هیلو د یخونو د ویلېدو او غوړېدو زېری ورکاوه.

څومره عجیبه وه د کنګل ژمي غوږونه نورو غږونو ته کاڼه وو، بې تفاوته وو خو د دیواله تر شا د سپرلي د تودو وږمو د نفسونو غږ یې په شېبه کې وپېژاند او لاس په لاس یې د زړه تر غوږو ورساو....

د ژمي کنګل شوي زړه د غږ په اورېدو څړیکه کړه، پورته شو چې وږمو ته ښه راغلاست ووایي، خپل کنګل وجود تر تودو وږمو ورسوي، خو مغزو یې حکم وکړ:

نه...

په خپل ځای کینه...

یو خوا صادر شوی حکم او بل خوا د سپرلي تودې وږمې پسې یې وتلې شونډې...

 نه پوهېد څه وکړي، له تودې وږمې سره څنګه مخامخ شي، ښه راغلاست ورته ووایي او که یې لا هم د تګ په ویر کېني.

×××××××

دیوال ....

یوازې یوه دیوال د سپرلي تودې وږمې له ژمي بیلې کړې وې، نه یې پرېښودل چې دواړه سترګې په سترګو شي.

 ژمي د کنګل په منګولو کې پر خوله د سکوت مهر لګولی وو، یوازې د سپرلي د تودې وږمې د نفسونو غږ یې اورېد، خو د روغبړ جراات یې نه درلود.

 د سپرلي بې خیاله تودې وږمې د دیواله تر شا د ژمي حضور نه احساساوه، یوازې یو نامریي احساس د ژمي تر یو مترۍ را رسولې وې. ښایي یوازې د دې لپاره چې د ژمي په وجود کې د تودوالي حس را ژوندی کړي او خپلې خپه او په تمه سترګې د غوږو په مټ په اورېدلي غږ تسل کړي.

 

×××××××

 

 سپرلي د دېواله تر شا د ژمي په تمه سترګې د لیدو په تمه پرېښودې او بېرته یې د خپلو تودو وږمو د نفسونو مزي ورټول کړل. د ژمي له څنګه ولاړ، بې لدې چې په خپلو ژوند بښونکو وږمو د کنګل ژمي په مړاوې روح کې د ګرمۍ ولولې راوپاروي.......

یوازې یوه دیوال سپرلی او ژمۍ سره بېل کړي وو.....

یوازې.....

یوه دیوال....

څومره دښمن دی دېوال

ځه چې راوې نړوو.

 

Poems for the Hazara

The Anthology of 125 Internationally Recognized Poets From 68 Countries Dedicated to the Hazara.

Order Now
ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس