ستاسې لاسليک څه ډول دی؟
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ستاسې لاسليک څه ډول دی؟
د لاسليک له مخې د شخصيت پېژندنه:
1- هغه کسان چې د ساعت د ستنو د څرخېدو په لور لاسليک کوي؛ منطق منونکي انسانان دي.
2- هغه څوک چې د ساعت د ستنو د څرخېدو په مخالف لوري لاسليک کوي؛ منطق نه منونکي او يا په سختۍ منونکي کسان دي.
3- هغه څوک چې په لاسليک کې له عمودي ليکو ګټه اخلي؛ په کارونو کې سرتمبه توب کوي.
4- هغه کسان چې افقي ليکې کاروي؛ منظم کسان دي.
5- هغه څوک چې په د لاسليک پر مهال پر قلم او کاغذ زور کوي؛ په ماشومتوب کې ځورېدلې دي.
6- څوک چې ګډوډ لاسليک کوي؛ شکمن او بدګمانه دي.
7- هغه څوک چې په لاسليک کې خپل او کورنی نوم ليکي؛ په خپل کور کې ځان لوړ ګڼي.
8- هغه کسان چې يوازې خپل دوهم يا کورنی نوم ليکي؛ په خپله کورنۍ کې ورته درناوی کيږي.
9- هغه کسان چې خپل نوم ليکي او بيا ورباندې ليکې کاږي؛ خپل شخصيت ئې نه دی پېژندلی.
10- هغه کسان چې دايروي او بيضوي لاسليک کوي؛ د لوړ مقام او پرمختګ غوښتونکي دي.
11- هغه کسان چې اوس خپل لاسليک ګوري چې څه ډول دی؛ ډېر بې فکره دي چې خپل لاسليک ئې له ياده وتلی دی!
ژباړه: محمود سعيد
ژباړه: محمود سعيد
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/629