رفتن به محتوای اصلی
ماته هیله

ماته هیله

زمان مطالعه: ( کلمه)
همرسانی:

ساراني بوټي په سپېره بیدیا کې د اغزیو تر سیوري لاندې نوې تېغنه وهلې وه، غوښتل یې د رنګونو دې دنیا کې چې هر څه څو رنګه لري، په یوه رنګ سر راپورته کړي، وغوړېږي او د خپلې مور یو رنګه غېږې ته ښکلا وروبښي.<?xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" />

تنکۍ تېغنې هر څه چې له ځمکې سر راپورته کاوه، تندې ځوراوه. لمر چې په لومړيو کې یې د اغزیو د بوټي له شا ورسره پټپټانی کاوه او ډډې یې په خپلو تودو پلوشو ورتودولې، اوس خپله ګرمي زیاته کړې وه.

د بوټي تنکۍ شونډې له تندې ترکې چودلې وې،او مړاوو سترګو یې د آسمان په پراخه غېږه کې د ورېځو د زېږون لار څارله...

  ×××××××××

ورېځې وزېږېدې او د بوټي په تمه سترګې د ورېځو په لمن په ولاړو قطرو خوږې شوې. بوټي خپلې جل وهلې ماشومې پاڼې ورېځو ته د باران د څاڅکو د ورېدو په هیله لپه کړې، خو قهرېدلو ورېځو چې لکه مست اتڼچیان د باد له هر تاو سره څڼې اچولې، په بیدیا او ماشوم بوټي د څاڅکو د نذرانې زړه نه درلود

ورېځې په اتڼ اتڼ د تږې دښتې له سره تېرېدلې او جل وهلي بوټي لا د یوه څاڅکي لپاره لپه سوال ته پورته کړې وه.

 ××××××××××

لمر د اسمان یوې ګوښې ته شو او خپلې پلوشې یې د بوټي له جنازې ورو ورو راټولې کړې، نه یې غوښتل د بوټي د تنکي وجود وروستۍ شیره هم وزبېښي.

بوټي د یو رنګۍ په هیله سر اوچت کړی وو، خو په همدې ارمان یې د رنګونو له ریا کارې دنیا سترګې پټې کړې...

او د باد کبرجنو څپو ته یې ځان وسپاره چې په بېباکۍ یې یوې او بلې خوا پورې واهه او په غوږ کې یې په پسني دا سندره ویله چې:

 دا زمانه په یو رنګۍ باندې باور نلري

 که غواړې هسکه غاړه ژوند وکړې نو څو رنګه شه.

 

Poems for the Hazara

The Anthology of 125 Internationally Recognized Poets From 68 Countries Dedicated to the Hazara.

Order Now
ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس