صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > دوې غبرګوني په یوه تنه کي

دوې غبرګوني په یوه تنه کي

Hask
يكشنبه 28 آپریل 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

غبرګوني خویندي ابي او بریټېني

Happy ... Abigail and Brittany Hensel

دوې
غبرګوني خویندي ابي او بریټېني هېنسل له څه باندي شلو کالو راهیسي له یوې او بلي
سره نښتي دي، خو ژوند یې په طبیعي توګه له فعالیت ډک تېرېږي


دواړو
خویندي پوهنتون ته یوځای تللې دي، یوځای یې سفر کړی او یوه دنده یې موندلې ده، خو
په یوه تن کي د دغو دواړو غبرګونو خویندو په ژوند کي ستونزمنه چاره څه ده؟

 

۲۳ کلني خویندي د خپلو نورو همځولو په څېر، د خوښۍ شېبې له
خپلو ملګرو سره تېروي، د ساتېرۍ لپاره له کوره بهر وځي، دواړي یو ګاډی چلوي، بلکي یوځای
سپورت کوي او یوځای والیبال کوي
.

دواړي
غبرګوني خویندي، چي په یوه تنه کي سره نښتي دي، د امریکا مینیسوتا له بېتل
پوهنتونه فارغي سوي، بیا یې یوځای په یوه لومړني ښوونځي کي د ریاضي د دوو ښوونکو
په توګه دنده موندلې ده
.

که څه هم
له پوهنتونه یې دوه سندونه ترلاسه کړي، خو یو معاش ورکول کيږي، ځکه چي د یوه کس په
بڼه کار اوفعالیت کوي
.

ابي وايي:
"دا طبعاً څرګنده ده، موږ پوهېږو چي یوازي یو معاش لرو؛ ځکه چي موږ یوه دنده
مخته وړو، که څه هم زموږ تجربې بېلي دي، خو دوه سندونه مور تلاسه کړي، موږ هره یوه
په تدریس کي خپله جلا طریقه لرو او هره یوه څیزونو ته پخپل جلا نظر گورو
".

خو بریټېني وايي، چي: "موږ هره
یوه تدریس کولای شو، خو زموږ دویمه ګوري او پوښتني ځوابوي، په دې توګه موږ د یوه
کس نه، بلکي د دوو کسانو کار کوو
".

د دوی ملګريې کاري جو هونکي د دوی
ملګري ته د یوې ډلې په سترګه ګوري او وايي چي: "دوی دواړې بېلابېلي نجوني دي،
خو دوی هره ورځ مهم کارونه کوي
".

یوه تنه دوه
زړونه

دواړي غبرګوني یوه او بله په ښه توګه
پېژني، او د ژوند په هره برخه کي له یوې او بلي سره مرسته کوي، ان تر دې چي یوه د
بلي نیمګړې جمله هم بشپړوي
.

دواړو له کوچنیوالي راهیسې د خپل بدن
په تېره بیا د سرونو منظم ښورول او اکټونه په ښه توګه زده کړي دي، په بدن کي یې
دوه بډوډي، دوه زړونه، دوې معدې او یو ځیګر دي، خو یوه لویه کولمه لري، یوه تناسلي
اله لري، ابي یې پر ښۍ خوا کنټرول لري او بریټېني یې پر کیڼ هغه
.

د دواړو بدن د وني په لوړوالي کي
توپير دی، د ابي د بدن ونه
۱،۵۷
متر ده، خو د برېټيني بیا
۱،۴۷
متره، همدا ده چي د بدن د توازن برابرښت لپاره برېټيني پر پښو درېدو ته اړ کيږي
.

ابي او بریټېني د ګڼو چارو په اړه یو
نظر لري، له خوړو نیولې، تر ټولنیز ژوند او د کالیو تر اغوستلو پورې یو نظر لري
.

ابي وايي: "طبیعي ده چي موږ دواړي
بېل سلوک او کړه وړه لرو، برېيتي ځلېدونګي او تېز رنګونه خوښوي، خو زما ډېر رڼه
رنګونه خوښ دي
".

ابي په خبرو کي ډېره تېزه ده.

ژوند او
توپیرونه

 

د دواړو
خویندو ترمنځ ځینې نور توپیرونه هم شته، بریټېني له لوړو ځایونو وېرېږي، خو ابي یې
په اړه بې باکه ده، ابي له ریاضي او علومو سره ډېره مینه لري، خو بریټېني بیا
هنرونه ډېر خوښوي
.

د دواړو
خویندو یو بل توپیر د چای څښلو د پیالو په څرنګوالي او د چای په اغېز کي دئ، له
چای څښلو وروسته د بریټېني د زړه ټکان ډېرېږي، خو ابي ته بیا هېڅ خبره نه ده،
همداشان د دواړو د بدن د تودوخي درجه هم یوشان نه ده
.


ابي وايي:
"د بریټېني د بدن د حرارت درجې په پرتله زما د بدن د حرارت درجه بل ډول ده،
له دې کبله زما د بدن د حرارت درجه ډېره لوړه وي
".

که څه هم
د دواړو کورنۍ او ټولنیز طبیعي ژوند یو شان دی، یوځای یې درس لوستی او یوځای کار
کوي، خو له ځینو ستونزو سر ټکوي
.

دواړې
پخپل خاص ژوند کي ستونزي ګالي، او په اړه یې بحث هم خوند نه ورکوي، دواړې هغه
ګنګوسې ردوي، چي ګني بریټېني کوژده کول غواړي، دواړي دا خبره یوه بې بنسټه ګنګوسه
بولي
.

د موټر چلوني ليسنسونه

بل هېواد
ته هم د دواړو سفر کول له کړاوه ډکه خبره ده، هره یوه بېل پاسپورټ لري، خو د سفر
ټیکټ یو اخلي؛ ځکه چي په الوتکه کي پر یوه څوکۍ کښيني، همداشان دواړې له ګڼې ګوڼې
ځای ته د ننوتلو پرمهال یوشان احساس او ويښوالی لري، په ګڼو ځایونو کي یې خلک
عکسونه اخلي
.

تل ويښوالی

د دغو
خویندو یوه ملګرې ایرین جانکانز وايي، چي ملګرې یې تل ویښي وي، او د نورو غبرګون
ته دواړې ډېري څکي ښکاري
.

The babe with two heads: Abigail and Brittany Hensel.

جانکانز
وايي: "تل د دوی خوښي او خوشحالي غواړم، او تل دا غواړم چي خلک یې انځورونه
وانخلي، او تل هڅه کوم چي د دوی د عکسونو اخیستو مانع شم
".

دا زیاتوي: "ځیني وخت پر موږ د خلکو د راټولېدو پرمهال، سم
لاسي سیمه پرېږدو، خو تل مي د دوی دا هڅه خوښېږي، چي په ډېري اسانۍ سره له دا ډول
سیمې پښې سپکوي
".

د غبرګونو
دا ډول مورزادي وضعیت ډېر نادر برېښي، ځکه چي د ډاکټرانو په وینا، دا ډول نښتي
غبرګوني ایله په
۲۰۰ زرو کسانو کي یو ځل تکرارېدلی شي، او په سلو کي
څلوېښت یا شپېته دا ډول نښتي غبرګوني نه پایېږي، بلکي له موره مړه پیدا کيږي، او
بل دا چي د نارینه وو په پرتله دا شان غبرګوني ډېر لږ وي
.

د دوو
نښتو غبرګونو د جلا کولو جراحي عملیات د خپل ډول تر ټولو ډېر نازک او خطرناک دي؛
همدا ده چي د ابي او بریټېني مور او پلار د دوی د جلا کيدو عملیاتو ته زړه نه ښه
کوي، ځکه چي د عملیاتو پرمهال یې د یوې مړینه حتمي بلل کيږي
.

د ابي او
بریټېني مور باتي وايي، د خپلو لوڼو لپاره هماغه تمه لري، لکه د نورو کسانو لپاره
یې چي لري.

پښتو متن له بي بي سي څخه په مننه


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/55...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس