د نجونو سنتي
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د نجونو سنتي يا ختنه په افريقايي او د منځني ختيځ
هيوادونو کي ډيره دود او رواج ده.
د
عراق په شمال کي هم پر ښځو دا دود تطبيقيږي،
چي ډير زوروونکى او دردونکى دئ.
اوه
کلنه شيلان د تړلو دروازو تر شا په يوه خونه کي،
د پاکۍ په تيره چاړه سنت کړل سوه،
پداسي حال کي چي ژړا شور او فرياد يې،
کور او کلى پر سر اخيستى و.
د عراق په شمال کي ٦٠ سلنه نجوني سنتي
کيږي،
چي ددې عمل د مخ نيوي لپاره تر اوسه کومه هڅه نه ده سوې
او نه عراقي
چارواکو ددې کړني مخالفت کړى.
شيلان
د خپلي سنتۍ څخه نا خبره وه،
ځکه چي مور يې ورته ويلي و،
د ګاونډيانو کور ته د
ميلمستيا لپاره ځو،
کله چي د ګاونډيانو کور ته ولاړه،
هلته يې مور د کالو دايستلو وويل،
دلته نو شيلان پوه سوه،
په چيغو اوفرياد يې شروع وکړه.
دنورو ښځو په مرسته
شيلان پر مځکه پرې ايستل سول.
يوې
ښځي دنده درلوده، چي په تيره چاړه د نجلۍ د سنتۍ عمليات اجرا کړي.
د
شيلان د چيغو او فرياد په وړاندې دې ښځي په لوړ ږغ وويل:
((دا
عمل د خداي په حکم اجرا کوم))
دشيلان چغي په
ټول کلي کي اورېدل کېدې.
تر
ستنۍ وروسته د شيلان مور چي لور يې ژړل،
پداسي حال په غيږ کي نيولې وه،
چي له څېرې يې د
خوښۍ او رضايت نښي له ورايه ښکارېدې.
د شيلان مور نه پوهيدل چي ولي شيلان سنتيږي،
خو
ددې په فکر دا د خداي حکم دئ چي نجوني بايد سنت سي.
د
عراقي کردانو يوه زړه ٩١ کلني بوډۍ وايي:
((زه دهغه ښځي د لاس ډوډۍ نه خورم چي سنت
سوې نه وي))!
خو
د شيلان په ډول نجوني بيا وايي:
(( که دوى د نا سنت سوو نجونو د لاس ډوډۍ نه خوري،
بيخي
دي يې نه خوري،
کاشکي موږ هيڅ وخت دادرد نه
ليدلاى))
په ډيرو اسلامي هيوادو لکه افغانستان کي هم دا کړنه غير انساني بلل کيږي
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/54...