صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى

Hask
دوشنبه 15 آپریل 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

خلق خوښ په خوب اوده وي دى بې خوبه


د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال

پټ په پټه وبله اوړي تر صباحه
د ښه لفظ، د ښه مضمون په اتصال

چي د شعر فکر ورشي په مجلس کي
نور عالم خندا هوس کا دى ملال

کله کله يې مخ پټ شي په ډېر فکر
چي په ده د لېونتوب شي احتمال.

دانايي، علم، حکمت په کي زياتېږي
څوک چي ښه وکا د شعر استعمال

د هر بحر يې په شمار واړه حرفونه
په تقطيع سره يې جمع انفصال.

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى
نه د هر يوه وږسترګي د کنګال

شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى، د دردمن دى، د ابدال.

د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چي د شعر دردانې پلوري په مال.

قصيدې لرم غرا له هره بابه
په حکمت، په نصيحت کي مالامال

په تعريف د دلبرانو غزلونه
په صفت د سترګو،وروځو،زلفو،خال

رباعي ده ، که قطعه، که مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي در و لال

په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه مي مه غواړه مثال

طبيعت مي عطائې ، نه د تحصيل دى
که خبر يم د املا په استعمال.

بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړه
ګڼه شعر د پښتو وو غيرسال

نه يې وزن، نه تقطيع، نه يې عروض وو
دوه مصراع يې د خفيف بحر، دوه طال

د غزل نه يې مطلع، نه يې مقطع وه
نه صفت، نه يې تشبيه، نه يې مثال

مګر زه يې چي ګويا په شاعرۍ کړم
پښتانه يې پوهول ايزد تعال

په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي
پس له ما چي کا د شعر قيل وقال.

ګلستان زما د ميني شګفته شو
پرې وهي شيدا بلبله پر و بال


ګلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې


تر کابله، تر کشميره ، تر بنګال

هر مضون ته چي د زړه توجه وکړم
طبيعت يې راکوي په استعجال

د الهام غوندي خبر وي چي رادرومي
چي زما په زړه نزول کا لايزال

درست ديوان مي لکه باغ د علم ګنج دى
په کي هر رنګه ګلونه، هر نهال.

په غزل، په رباعي مي زړه مين دى
چي مداح يم د دلبرو د جمال.

زه مداح د هيچا نه يم بې د کښليو
د نور چا په صفت نه لرم يو قال

زه څه، خداى په کښلي مخ باندي مين دى
ګوره احسن القصص په استدلال

نه مي طمع له چا ده چي مدح گوى شوى
نه مي چا سره لباس شته، نه ټيټال

که د هجوي له غندني درته وايم
فردوسي مې په دا کار کي نه دى سيال

فردوسي لري څو بيته له محموده
زه لرم د اورنګزېب د ذم جوال


چي د دور شاهنشاه د ذم لايق شو


د غندني ګڼه هر يو آق سقال

ما هم هېڅ تقصير په ذم د چا و نه کړ
د اورنګزېب بادشاه په غاړه دا وبال

په دوران يې درست جهان سره ګډوډ شو
ته به وايې زمانه شوه د دجال

خدايه، هومره مهلت ورکړې په دنيا کي
چي کاږه کارونه سم کاندې خوشحال


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/53...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس