ځوان ته!

Hask
دوشنبه 25 فبروری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی




ځوان ته!

ازادي د الهي نظام ترټولوستره ورکړه ده، هغه ټولني او
هیوادونه چي تر استعمار لاندي وي ډیر د ذلت ژوند لري، ازادي هر سړی له خپل لیدلوري
تعریفوي خو زموږ مسلمانانو لپاره هم یوه اسلامي ازادي داخل په هیواد اودباندي له
هیواده حتمي ده.

علامه سید جماالدین افغان وایي ازادي څوک په تحفه کښي
چاته نه ورکوي باید په زور واخستل سي، موږ افغانان د زغم له فرهنګه تر ډیره بې
برخي یوکله چي مو دغه فرهنګ په ځان کښي پیداکړئ بیا امکان لري چي ځانونه تریوځایه
ورسوو.

که په یوه هیواد کښي د ناامنۍ په راوستلوکښي ځوان قشر
ډیررول لري همداسي یې د امن په راوستلوکښي هم اهم دي خو کله چي احساسات پرغالب سي
بیایې نتجه په صفرکښي ضرب سي، ډاکټرګوستاولوبون وایي ؛ په یوه ډله کښي تل احساسات
په اسانۍ خپریږي، اما دهغه شي چي خپریدل یې مشکل دي عقل او منطق دي چي غیرد شخصي
زحمته په لاس نه راځي؛ زموږځوانان په اکثره مجالسو کښي پرداسي موضوعاتوبحث کوي چي
اصلآ یې په اړه یوه ذره معلومات هم نلري دوئ فکرکوي چي په دې کارسړی لوړ ښکاري خو
خبر نه دي چي په قوي منطق اواستدلال سره سړی یوځای ته رسیږي نه په بې ځایه بحث (کج
بحثۍ) سره.

په ټوله دنیا په خاصه په افغانستان کښي واکداره طبقه په
ځوان قشرکښي راټوکیدلې ځیني تاریخي روایات وايي چي د احمدشاه بابا دباچاه کېدو یو
دلیل دا وه چي هغه ځوان او ۲۵ کلن وه که اسلامي اړخ وڅیړو د اسلام سترلارښود د
ځوانۍ په مرحله کښي په اسلام مبعوث سو.

زه نه پوهیږم چي زموږ پرکور اوس څه بلا نازله سوله! هر
ځوان مود انتقاد دلاسه پرلاري نسي تلای خو کله چي په نظام کښي پرچوکۍ سي بیا یې
خپسکه ونیسي او دجېب د ډکېدو په فکرکښي سي داسي خوبه نه وي چي د افغان انسان دزړه
څخه د وطن مینه بیخي وتلې وي؟ کېدایسي د ګوتوپه شمارځیني پاک نفسه سرونه هم وي.

ځیني ځوانان په یوه اداره کښي کار کوي خو ترکاریې تخریب
زیات وي، د دې پرځای چي د کارپربهبود سباته پلان جوړکړي اول د رعیت دشکولوپه اړه
په سلوفکرونوکښي ډوب وي، زه یوکس پیژنم یو کال یې د معارف په ریاست کښي کار وکړئ
کله چي به سهارد کوره راوتئ حیران به وه چي په کوم موټرکښي کښیني خو د وظیفې تر
مخه یې چینايي موټرسایکل درلودئ استعداد یې هم دونده لوړ دی چي مکتوب نور ورته
وايي او ور لیکيې.

ارسطو دځوان په اړه وایي: ځوانان ترډیره له نظره غورځول
کېدای نسي دوئ عزت غواړي، د دې لپاره چي خپل لوړوالی وښئي او تر هغه لا ډیربری
لټوي، دوئ پیسو ته ډیراهمیت نه ورکوي ځکه ځوانان د نه شتوالي احساس نه کوي.

کله چي د دنیا ځوانان ګورو دځوان په اړه دپوهانونظریات
مطالعه کووفکر راته پیداسي چي زموږ اوسني ځوانان به د هغوئ په شان نه وي! بیا وایو
که دهغوئ په شان نه وي نو خواهشات یې تر هغوئ لس چنده اضافه دي مګرد وطن محبت او
داجتماع د پرمختګ څرک یې هم په وجود کښي نسته.

کله چي دوې ورځي مخکي په شمال کښي څوجنګسالاران سره
راټول سول د اکثره ځوانانوپه زړونو کښي وهم او ترخولې یې د مایوسۍ خبري اورو نو اې
ځوانه!

که ځان د مبارزې خولې ته ورنه کړې نوارمان ته درسیدو
هیله مه کوه، که په زړه کښي د وطن مینه ځای نه کړې همداسي به دي د خوراومورسترګي
امریکايي درتړي او وروربه دي په ځانمرګي او موټربم کښي پارچه پارچه کیږي، که دهیوادپه
سیاسي بحران کښي فکر ونه ځغلوې همداسي به دپردو تراستعمار او استثمار لاندي یې، که
دي ذهن ترخپلي کورنۍ پوري محدود وه اخیربه د دغه راروان اورلمبه ستا تر درګاه هم
درورسیږي.

ولاړسه په خپل قدرپوه سه، فکردي له محدودیاتو بهرکړه او
په خپل پوره وس د وطن تورو تاریکو ته دلمردشغلو رڼا ورسوه د میني د سمبول په
تور،سوراو زرغون رنګ د اسمان پرکهکشان په زرین خط ودان افغانستان ولیکه او دخوشحال
بابا هغه ارمان پوره کړه چي ویل به یې:

څودي وس رسي په لوی دریاب کښي ګرزه

په ویاله کي دي زوال وینم نهنګه

 

په درناوي-نثاراحمد صالح


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-433.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس