صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د پند او عبرت څه ډکه کيسه

د پند او عبرت څه ډکه کيسه

Hask
جمعه 11 جنوری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


وايي دوه ملګري وه، یو یې احمد نومیده، او د بل نوم وائل وه.
دواړه په هیڅ شي بنداو واز نه وه او هرې ګناه ته یې لاس اچاوه.
یوه ورځ وائل خپل ملګري احمد ته وویل چي ما د مسجد د امام له ښځي
سره اړیکه سمه کړې او له ما یې غوښتنه کړې چي نن کور ته ورسم. خو زه بيریږم هسي نه
چي میړه یې راباندې راسي. نو ته داسې وکړه چي له لمانځه وروسته د امام سره کښینه
او په خبرو یې مصروف وساته تر څو زه بیرته راسم
.

احمد همداسې وکړل، له لمانځه وروسته د امام سره کښیناست او تر ډیره
وخته یې په خبرو خبرو بوخت وساته. په اخیر کي چي کله امام غوښتل پاڅيږي احمد خپل ملګري
وائل ته زنګ وواهه او د امام له ورتګه یې خبر کړ. او وائل سمدستې راروسید او څه یې
کړي وه ټوله کیسه یې خپل ملګري ته وکړه
.

دا معامله تر ډیره وخته روانه وه احمد به د مسجد امام په خبرو
مصروف ساته او وائل به د موقع څخه په استفادې ناروا اړیکي پاللې
.

د مسجد د امام او احمد د زیات کښیناستو له کبله د دواړو ترمنځ
دوستي او ملګرتیا جوړه سوه، تر دې پورې چي د احمد زړه په امام وسوځید او خپل ضمیر
ته به سخت خجالت وه
.

یوه ورځ یې د ځان سره کلک تصمیم ونیو چي امام بیچاره به د ټولې
ماجرا څخه خبروي تر څو د خپلې میرمن د خیانت څخه خبر سي
.
 او امام ته یې وویل: زه ډیر تاسف کوم چي زما ناسته پاسته له تا سره د
خدای لپاره نه وه، زه له تاسره ځکه کښیناسم چي خپل ملګري ته د ناروا غریزې د اشباع
لپاره زمینه سازي وکړم ځکه هغه ستا له میرمن سره ناوړه اړیکي لري
.

ایا پوهیږئ چي د مسجد د امام ځواب څه وو؟؟؟؟
.
.
.
.
ما تر اوسه پورې واده نه دی کړی!!!

دا خبره یې د احمد په زړه لکه د خنجر د ګذار په شان وه..

ایا تاسو پوه سوئ چي وائل به د چا کور ته ورتللو؟؟

د احمد کور ته....

له دښمن څخه یو ځل وبېرېږه، او ملګري څخه زر ځله..


نیکمل میدانی

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-372.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس