صفحه نخست > دیدگاه > ملا داد الله دې نه لولي!

ملا داد الله دې نه لولي!

نويسنده: سپينې خبري
پنج شنبه 12 آپریل 2007

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ملا درته ځګه نه وايم چې دا نوم ستا له شانه سره نه ښايي ځګه رښتينې ملا هغه كس دى چې، په ديني چارو كې يي زده كړې كړې وي او،چا چې په ديني چارو كې زده كړې كړي وي هغه ته دپيغمبر ځاى ناستى ويل كيږي، دپيغمبر ځاى ناستى خوډير لرې خبر ده، په تا خومې دا هم پيرزو نه ده چې،دشيطان ځاى ناستى درته ووايم،ځګه شيطان خو له ډيره كبره دالله تعالى له امر څخه سرغړونه وكړه،او دانسانانو پلار ادم عليه السلام ته يي دتعظيم سرټيټ نكړ او ته خو هغه انسانان وژنې كوم چې دورځې پنځه ځلې الله تعالى دتعظيم سرونه ټيټوي او دالله امر په ځاى كوي.
كه څه هم زما زړه اوګوتې ستا دنوم له ليكلو څخه انكار كوي خو،دبي زړه او ژبي كمپوټركونكى كيبورډ ته چې هرڅه ووايم هغه خواركى يي وليكي خو،كه هغه زړه او ژپه لرلي نو ستا دنوم ليكلوته به يي زړه نه واى ښه كړاى.
نوم له فزيكې اړخه له هغو دوو ټوټو څخه جوړ دى چې هر انسان ته منصوبيداى شي.نوځګه زه به درته داد الله ووايم چې خداى دوينو تږۍداسې ليوه زړه دركړى، چې دلسګونو بي ګناه اومظلوموانسانانو دوينو په څښلو سوړ نشو او نه به سړيږي.
داد الله ته خبر يي چې تا څومره يو بي ګناه انسان ووژاه، تا څرنګه يوه مسلمانه او افغانه مور بي زويه كړه،ته خبر يي چې تا دشپږو مياشتو ناوى كونډه كړه،او يومعيوب پلاردې بي زويه كړ،كوم چې دخپل وطن دساتني پرلاريي خپله يوه پښه له لاسه وركړې،ته خبري يي چې تاڅرنګه څلور ورونه دري كړل چې هيڅ كله هم ستا ستا دين درته ددې كار اجازه نه دركوي ،ته خبريي چې تاڅرنګه دوى خويندي بي لالا كړې،هاى داد الله كاش چې ستا په سينه كې دليوه

پرځاى دانسان زړه واى چې،د داسې يوځوان په وژنه لږترلږه درديدلي خو وايي.
داد الله ته داجمل له موره څه خبريي چې اوس هغه په كوم حال كې ده،دهغې زړه څومره درديدلى دى، هغه اوس هم دا نه مني چې زوى داستا په څير ديوقاتل انسان له لاسه وژل شوى وي،ځګه هغه خو ستاسو په غولونكو اسلامي دعوو باندې غوليدلې وه،او هغې دا فكر هم نه كوو چې تش په خوله داسلام دداعيانو ترپردې شاته شيطانانو خپل يو مظلوم او بي ګناه مسلمان او افغان ورور له تيغه تير كړي.

هاى داد الله ته خبريي چې تا يواتلس كلنه شپږمياشتنۍ ناوى كونډه كړه، هغې چې په ځوانه ځوانۍ كې دكونډو پړونى په سركړ،هغه كونډه كړې شوې مسلمانه او افغان ناوى يادوم چې، دخپل ناويتوب دتخت باندې لګيدلي ګلونويي لا تراوسه هم نه دى شكولي،او هغه اوس هم دخپل ژوند دملګري لار څاري،ته خبريي چې هغه اوس هم هغه جوړه چې داجمل ډيره خوښيدله دبكس دپاسه ايښې او،داجمل دټيلفون په تمه ده چې،هغه ورته ووايي چې زه درځم نو دا به بيا هغه جوړه اچوي، هغه لا اوس هم داجمل څخه ګيله منده ده چې،ولي دواده په لومړيو مياشتو كې له ده څخه سفرته زړه ښه كړ، دهغې په ذهن كې لااوس هم داجمل هغه خبري انګازې كوي چې له مجبورۍ نه هلمند ته ځى ځكه،چې دهغه بهرنى ايټالوى كاركوونكى دكارپه بدل كې ورته ډيرې پيسې وركوي او،ډيرژر به بيرته خپل كورته ستون شي،اى كاش چې ستا په تت ذهن كې ددغې افغانې او مسلمانې ناوى دتاندو ناټوكيدليو هيلوداحساس قدر واى.
هاى كاش هغه كوتې پرې شوې واى كوم چې داجمل پرغاړه چاړه كاږله،خداى دې هغه كوتې پرې كړې چې دغه چاړه يي جوړه كړې ده كه چاړه هم خبرې كړې واى نوستاسو پردغه كار به يي لعنت
كړى واى،او ستاسو پردغه كار به دهغې اوسپنيز زړه هم پړق چاوديدلى واى .
اى دمظلومو انسانانو قاتله!كاش چې ستا باطن هم ستا دظاهرتپل شوي نوم ملا داد الله په څير روڼ وايي،ستا نوم په ملا پيل او په الله پاى ته رسيږي،چې دغه دواړه نومونه له يوبل سره تړلي دي،ځګه ملا دخداى د رسول حضرت محمد ص عليه وسلام نوم و،دشريعت په نامه چې كومې غولوونكي دعويي نن تاسې كوي،ملا خو هغه ص وو چې،دمكي دفتحي په ورځ يي خپلو ټولو دښمنانو ته دبښنې اعلام وكړ،ملا خو هغه ص عليه وسلام و،چې دخپل دتره قاتلې هندې ته يي هم بښنه وكړه خو تا يوبي ګناه ځوان باندې هم زړه ونه سوځوه.
تاسو خوبه شپږكال وړاندې په لارو كوڅو كې غولوونكي ناري وهلي(دملت قاتله افغانان ولي زوروي، د دوزخ لايقه ګرمو لمبوته به ورځې).
اى دلسګونو بي ګناه انسانانو قاتله!تا داجمل په وژنه دې څه لاس ته راوړل،؟ليوه زړه دې يخ شو؟خپل باداران دې خوشحاله كړل؟باداران به دې ولي نه خوشحاليږي تا خو يو مسلمان ځوان وواژه او، داخومعلومه خبره ده چې دمسلمانانوقاتل اودښمن څوك دي،دا خبره خوخداى څوارلس سوه كاله وړاندې په خپل پاك كتاب كې په څرګندو ټكو كړې د ه چې، دمسلمانانو دښمن او قاتلان يهود او نصاري دي او ترهغه به دغه كسان له تاسو څخه خوښ نشې ترڅو چې تاسو دهغوى غلامي نه وي منلې، چې ښايي تا په خپلو دې ناوړو كړنو سره دغه ذليل مقام ترلاسه كړى وي،خو ګوره دخداى دا خبري دې له ياده ونه وځي چې وايي:(واذ المودت سيلت،باى ذنب قتلت) او(ان الينا ايابيهم،ثم ان علينا حسابهم) قراني ايتونه.

په پاى كې دومره درته وايم چې داجمل دځواني كونډې ناوى او بورې مور اسويلې بي ځايه نه ځى او دا خو دخداى رسول خبره ده چې دمظلوم اسويلې دالله عرش لړزوي نو ته هم په تمه و اوسيږه چې يوه ورځ به داجمل دكونډې ميرمن اودبورې مور ساړه اسويلې هم ستا ماشومان بي پلاره،ناپيژندلې مور دې بوره او ناپيژندلې ښځه دې كونډه كړي دلوي او انتقام اخيستونكي څښتن څخه په همدې هيله.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • گرانه اصلی ملا همدا دادالله خان دی. اسلام حکم کوی چی سر پری کره او حوک چی کفر ته خدمت کوی وی وژنه. اسلام پرته د وژلو او وینی تویولو حخه په انسانی ارزستونو باور نلری. سه به دا وی چي په سکیولاریزم فکر وکرو تر حو د دی ستونزو حخه وژغورل شوو.

    • زه نه پوهیږم چه تا څومره اسلام لوستی دی چی وایی : اسلام حکم کوی چی سر پری کره او څوک چی کافر وی وژنه یی ۰ په اسلام کی خو د نفس وژل هم حرام دی . کیدای شی د داد الله غوندی ناروغانو په وړاندی به د ټولو هغه چا وژنه هم روا وی چی دهغه له ناروغه ذهنیت سره مخالفت کوی . د دادالله په شانی ناروغانو لپاره پروا نه کوی چی هغه څوګ دی ، ولی دی او که ولی الله .

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس