صفحه نخست > دیدگاه > لروبر دوه افغان که يو افغان؟

لروبر دوه افغان که يو افغان؟

تجاويزاو پيش نهادات
جمعه خان صوفي
سه شنبه 10 جنوری 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

لسمه برخه

چونکه د لر و بر يو يوالي په هکله زياته پافشاري د افغانستان د پښتنو له خوا کيږي او صحيح هم کيږي ځکه چې د ١٨٩٣، ١٩٠٥، ١٩١٩ او ١٩٢١ لوظنامو تر سره کولو کې کوزنيو هيڅ رول نه دى لرلى او دغه ټول معاهدات د کابل باچاهانو ﻻسليک کړي دي او يا ددې نه مخکې دغه د بحث ﻻندې سيمې چې افغانان پرې دعوى لري، هم دکابل باچاهانو نه سيکهانو په زور نيولې وې. نو دا ددوئ ذمه واري ده چې تلافي يې هم دوئ وکړي. ددغه معاهداتو يکطرفه لغوه کول کفايت نه کوي، وختونه او افغانستان بدل شويدي. ددې دپاره ﻻزمه ده چې په لومړي ګام کې :

1. اول پرې پخپله برني سره جوړ شي يعنې دغه موضوع ټول افغاني کړي. افغانستان يو ګڼ مليتي هيواد دى او پښتون هيواد و، دى او نه کيدى شي نو ځکه د نورو مليتونو رضا مندګي تر ټولو مهم شرط دى. په دې ترڅ کې دوئ بايد ټول افغاني ولسونه يوه خوله کړي. د دراني کورنيو باچاهۍ دور له منځه تللى دى، فقط د هغوى مکلفيتونه پاتې دي؛ دهغوى د پاليسيو ادامه يا نوي پاليسي غوره کول ټول افغاني اتفاق راى ته اړتيا لري. هسې هم انقلابونو او جهادونو پخواني مادي او معنوي ارزښتونه او شتمنئي سره ﻻهو کړي دي او نوى افغانستان منځته راغلى دى.د غيرو پښتنو په داسې موضوعاتو کې په اعتماد کې نه اغستل پخبله په لوی لاس د افغانستان تجزيې ته لار هوارول دي.

2. چې دغه اتفاق راى پيدا شي نو بيا دې کوزنيو سره جرګه شي. کوزني يو يا دوه کورنۍ نه دي او د کورنيو د يکه تازۍ وخت تللى دى؛هغوى په قبيلو، خيلونو او ډلو ټيلو ويشل شوي دي. هغوى کې روشنفکران، برحال او تقاعد (ريټايرډ) ملکي او فوجي افسران او افراد، برحال او ريټايرډ استاذان او پروفيسران، وکيلان،د پيشه ورو او مسلکي اتحاديو غړي، بيلا بيل چپ او راست، قوم پرست او پاکستاني ګوندونه او دهغوى کادرونه او غړي، آزاد سياستپو هان، روشنفکران او ژورنالېستان او وطني مشران شامل دي؛ هغوى ټول دې په غوږ ووهي او دهغوى رضامندګي دې واخلي. ددې دپاره ميکانزم جوړيدى شي.

دغه اتفاق راى د يوې خوا په يکطرفه خواهش نه کيږي بلکه دغه ﻻندې آپشنونه دې په نظر کې ونيول شي:

(أ‌) ريفرنډم (ټولپوښتنه): ريفرنډم دې په چاکې په څه او کومو شرايطو وشي؟

1. آيا فقط لرو کې دې وشي که لروبرو دواړو کې؟
2. آيا برو کې دې فقط پښتنو کې وشي او کنه بر پښتانه او غير پښتانه دواړه دربر کې ونيسي؟ زما په خيال بايد دواړو کې دې وشي.

چې دغه فيصله وشي نو بيا ټولپوښتنه کې انتخاب به څه وي؟ انتخاب څلور کيدى شي.

1. آيا لروبر پښتانه آزاد پاتې کيږي او پښتونستان جوړوي؟
2. افغانستان کې ټول سره ورګډيږي؟
3. يا دواړه خواوې پاکستان کې شامليږي؟
4. آيا داحمد شاه بابا هيواد (سلطنت)دې بيرته احيا شي؟

(ب‌) چونکه د احمد شاه بابا هيواد دموجوده پاکستان جغرافيه ټوله در بر کې نيوله، نو په دغه صورت کې بايد د پنجابيانو، سېنديانو، بلو څو، سرائيکيانو، کشميريانو، هند نه راغلو مهاجرو، چتراليانو،ګلګتي او بلتي خلکواو نورو اوسيدونکو نه هم پو ښتنه وشي. که اتفاق په احمدشاهي وطن باندې وشي نو ﻻندې نومونو کې په يو باندې بايد ريفرنډم کې د ټولو ولسونونو نه پوښتنه وشي چې کوم نوم ددغه نوي هيواد کيږدو:

1. افغانستان
2. پاکستان
3. خراسان (چونکه د احمد شاه بابا د وطن نوم لاخراسان و)

که دغسې دموکراتېک او جمهوري انتخاب نه وي او فقط لرې خوا نه افغانستان سره په شموليت راى وغوښتل شي نو بيا به څنګه لرني يقين وکړي چې دا يو دمو کراتېک او جمهوري حل دى؟ په دغه آپشن به لرې خواته هيڅوک تيارنه شي. هسې هم اقليت اکثريت پسې ځي. لره خوابله هم ويره لري او هغه دا چې بره افغانستان کې پښتانه اکثر قبايل دي او که سره ګډ شو ل نو ټول به سره بيرته قبايل شي او دغه د فبايليت نه راوتلي پرګنې به دغه شته پرمختګ له لاسه ورکړي.

(ت‌) که دغه ﻻر اوږده وي او حوصله دومره اجازه نه ورکوي نو بيا دې افغانستان دومره زور پيدا کړي چې په فوجي زور دغه د نزاع سيمې راﻻندې کړي او په افغانستان کې يې شاملې کړي. ددې دپاره کار پکار دى چې افغانستان قوي شي؛ معاشي قوت پيداکړي؛ ادارې جوړې کړې او افغانانو د پټ او ښکاره لرې خوا ته دروزګار دپاره دمه په دمه تاريخې مهاجرتونه نه فقط تم کړي بلکه د مهاجرتونو مخه بره خوا ته واوړي.

(ث‌) که دغه ﻻر قابل قبول نه وي نو بيا دې افغانستان دومره ترقي وکړي چې د سيمې دپاره يوه نمونه وګرځي او لرني پښتانه ځان خوا ته داسې راجلب اوجذب کړي چې هغوى پخپله افغانستان سره د يو کيدلو مطالبه وکړي. دغه شان دډيورنډ معاهده او ورپسې نور ټول معاهدات به خود بخودحقوقي او قانوني حيثيت له ﻻسه ورکړى؛ ځکه چې پخپله پښتانه به يې په عمل کې رد کړي. بلکه په دغه توګه د لر وبر يووالي کې هيڅ قانوني او جغرافيايې کرښې مانع نه شي واقع کيدلى او ددې موجوده لروبر يو افغان ببو ﻻلو ته هيڅ ضرورت نه پيښيږي. نه بيا ډيورنډ او نه نور معاهدات يادولو څه اړتيا شته. پښتانه وايي چې زور حق دى؛که نظامي او معاشي زور مو پيداکړلو نو بيا هيڅ توجيح ته مراجعه نه پيښيږي.

(ج‌) که دغه آپشنونو ته برني غاړه نه ږدي او بيړوندي وي نو تاريخ او تجربه دا ښايي چې پښتانه هيڅ وخت ملي مسايلو باندې نه راپاڅي. نو بېيه اوبهتره به دا وي چې طالبانو ته مراجعه وشي. د هغوى اسلا مي طرز تفکر به مونږ ومنو او لر وبر يووالي کيسه به راسره هغوى ومني.
(ح‌) زما په خيا ل که طالبان زمونږ دغه برنۍ کيسې ته غوږ ونه نه نيسي. نوښه به دا وي چې د ټولو خواؤ غوِښتنې او تمايلات په نظر کې ونيول شي او قابل عمل او شوني حل ولټول شي. تر ټولو شريف حل به دا وي چې موجوده افغانستان او پاکستان دې يو هيواد شي، يا کنفيډريشن شی. دواړو سره د انګليس نوم تړلى دى. موجوده افغانستان د احمد شاه بابا افغانستان نه دى. دموجوده افغانستان نني ټول سرحدات انګريز راښکلي دي او د افغانستان نوم سره هم انګريز نوم راځي ځکه چې دغه نوم انګريز عام کړى او دنيا ته يې ورپيژندلى دى او برنيو باندې د انګريز نوم زيات بد لګي. هغوئ دې ددغه نوم نه تير شي. برني غير پښتانه هم غواړي چې افغانستان په ځاى دې خراسان نوم احيا شي. هسې هم د احمد شاه بابا افغانستان دموجوده ټول پاکستان جغرافيه در بر کې نيوله او دهغه وخت عام نوم يې خراسان و. بل خوا د محمد علي جناح صاحب پاکستان په ١٩٧١ کې د بنګله ديش د جدايئ نه پس پاتې نه دى او هسې هم پاکستان نوم سره مستقيم يا غير مستقيم د پيرنګي استعمار نوم تړلى دى. زمونږ قوم پرست مشران او ملايان دواړه د انګريز د نوم نه بد وړي نو دپاکستان خلک به په آسانه ددغه نوم نه تير شي او خراسان يعنې داسلام اوعربو سلطنت د ظهور د وخت نوم به په خوشالۍخپل کړي.د خراسان بله ښيګړه دا ده چى دغه وطن کې به پښتانه يو غوښن قوت شي. ورسره به د افغاسنتان غير پښتانه هم د پښتنو نه ګيلې وروکې کړي او دغه هيواد به په رښتيا سره يو ګڼ ملتيز هيواد شي چى هيڅوک به پکې د بيګانګۍ احساس و نه کړي.که يو هيواد باندې جوړه نه راځی نو دکانفيډريشن نه دې ابتدا وشی.بل مثبت ټکى چى خراسان سره تړلى دى، هغه د شاه ولي الله نوم دى. چونکه هغه احمد شاه بابا د افغانانو د يو آزاد او خپلواک هيواد لرلو ته د نادر افشار ډيلي ته تخت و تاز په وخت تشويق کړى و(وګورئ فارسي کې د مرحوم مخطوطات) او بله غټه خبره داده چې طالبان، القاعده او عربان به هم ددغسې پروژې تر شا په خوشالۍ ودريږي. د مسلمانانو جهان به ورته هر کلى ووايي. د پاکستان او افغانستان په جهاد مين پرګنې به يې دزړه د کومي نه ومني. هسې هم پروپيګنډه دا کيږي چى داسلام عظمت به د خراسان نه بيرته اعاده کيږي. دا منصوبه به بې ډزوډوزه او د عدم تشدد له ﻻرې تر سره شي. خراسان به په رښتيا يو لوى اسلامي آتومي قوت شي.
(خ‌) که فقط برني وروڼه صرف لرنيو پښتنو دپاره حق خو داراديت غواړی نو د باچا خان د وارثانو ګوند په خيبر پښتونخوا کې حکومت لري، د صوبې نوم د هغوی په خوښه او غوښتنه بدل شوی دی. هغوی ځان د پاکستان نه بيليدونکې برخه بولي او د پاکستان آئين (اساسي قانون) هغوی منی او پرې يې څو څو وارې سوګند پورته کړی دی. نو د حق خو د اراديت ټول شرايط پوره شويدي. که دغه شان نه ده نو بيا دې عوامی نيشنل پارټي نه پوښتنه وشي او هغوی دې برملا اعلان وکړی.
(د‌) که دغه وړوڼه بل ښه پيش نهاد لري نو هغه دې هم وړاندې کړي. خو دغه پيش نهاد بايد ټول افغاني او جامع وي. مجهول او نيم زړيه آپشن باندې څوک غوږ نه ګروي.

که دې کې څوک هيڅ يو انتخاب ته غاړه نه ږدي نو مهرباني دې وکړي، د ذهنيګيرۍ او ذهني عياشۍ نه دې ﻻس واخلي؛ نه دې خپل او نه دې د لوستونکو وخت ضايع کړي، هسې هم په دغسې ببولا لو د يو ملت ډير وخت له ﻻسه تللى دى. د اړونده خواؤ د تجربو نه دې سبق واخلي. هغه د اردو ژبې مطابق آ بيل مجهی مار (يعنې ای غوئيه ما ووهه) نه لاس اغستل ښه وي. کله غويې د اماتور ماتادور کولمې هم شلوي.

ګني نو ديوې معجزې انتظار دې وکړي چې جهاني قوتونه په شريکه دپښتنو د يو کولو دپاره يوه داسې فارمولا راوباسي چې پښتانه سره يو کړي او پاکستان،يا افغانستان يا دواړه ملکونه ټوټې کړي. دپښتنو منفی خواوې جهان دغه آپشن ته تشويقولی شي. هسې هم يو تجويز د جهان په سطح د افغانستان د تجزيې شته. او پښتانه ددې کار مړني دي چې څنګه خپلې پښې پخپله ووهي. مونږ خو کوزه د پښتونخوا پښتونخوا په نوم خيبر پښتونخوا نوم وګټلو، مګر په لوی لاس مو د صوبې تجزيې ته لاره هواره کړېده او زر يا پس هزاره رانه جدا کيدونکې ده، ځکه چې د پاکستان ټول لوی اوواړه ګوندونه د هزاره صوبې حمايت کوي. برني هم په دغه کار کې د کوزنيو نه وروستو نه دي.

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • صوفی وروره،
    ولی په دری ژبه نه لیکوی، چه تول خلک وپوهیژی. زه خو متأسفانه پختو خه نپوهژمه.
    معذرت غوالمه.

  • صوفي صاحب ته يوه دوستانه اودټولوپه گټه مشوره

    ښه ئې بولم هغه ديومشر خبره دمچيوپه ښورگني لاس ونه وهو!

    تېره شپه مي په گران افغانستان ويب پاڼه کي دپاکستان سره اوسنی خواخوږي پخواني خوابدي صوفي صاحب چي زه ئي په کابل کښي داوسېدوله وخت نه پيژنم اوهغه وخت ديوه ځوان سياستپلوه په توگه راته گران هم وودليکنودلړی په درشل کي پردې نوې اوډيره جالبه ليکنه سترگي ولگېدلي چي نوم ئي دی : دډيورنډ نه منونکود افغان د پارليمان غړو، خپلواکو ګوندونو او عاموافغانانو ته اپيل .

    ليکنه مي ولوستل ، ليکنه دپاکستاني چارواکوپه ځانگړې توگه استخباراتواوپوځي جنرالانودهغونوو هڅواونوی تاکتيک دپايلو يوانځوردی کوم چي دافغانستان سره داړيکواوپه خپله په پاکستان کي دراپېښ سوی مشهورجنجال ((امريکا))ته لېږل سوی ليک پرسر راپورته سوی دی .

    زمالپاره دداسي کسانوپه خوله پدې بڼه داډول طرحو وړاندي کول دپاکستانی جنرالانودسياسي خوځښت يوه نوې بېلگه ده ،داکاملأ نوې لوبه ده چي دوي ئې راپيلول غواړي .

    ترټولووړاندي بايد ووايم چي زه پردې مسله دملي ملحوظاتوله مخې اوبل داچي صوفی صاحب هم ددي بحث دپيلولوجوگه نه بولم اوفکرکوم تراوسه به ئې داملي صلاحيت هم نه وي ترلاسه کړي چي داسي يوه تاريخي مسله دي دليکنوپه کچه دحل لاري موندلوپه موخه وړاندي سي ، نه غواړم اوږدکړم .پدې هکله دبحث اوږدېدوکښي دلراوبرپښنوددښمنانوگټه وينم اوپدې پوره پوهيږم چي په زيات استخباراتي مهارت زموږ دوستان داسي کارونوته هڅوي چي پايله ئي پخپله دپيل کوونکوپه زيان وي .کاشکې داسي سوی واي چي مخامخ په يوه سميناراوياعلمی کنفرانس کښي چي تبليغاتي بڼه ئي نه واي اخيستې موږ اوتاسو خبري سره کړي واي .

    زه ستاسوليکنه ژوره ،د نووغوښتنواوطرحوپيلامه بولم ،په افغانستان کي اوسېدونکی افغانان پردې مناسباتواوغوښتنوبايدجدی غوروکړي،زمامشوره خپلو هيوادوالوته داده چي غوراوبحث دانترنت پر ډگرددې مسلې دحل سره هيڅ ډول مرسته نسي کولاي بايدله سياسي اوملي اړېکونه په استفادې سره نه يوازي دولتي چارواکي بلکي سياسي گوندونه اوملي شخصيتونه ددې نوو انکشافاتواوڅرگندونوپه هکله سپړنيزی هڅي وکړي ترڅوداراوسپړی چي داطرحي له کومي رازېږي اوڅومره ملي هويت لري .

    ځکه داسي څرگندونې نوي راته برېښي اوله هغه وخت نه ئې دپيل تاريخ څېړم چي دپاکستان استخباراتواو جنرالانو داسفنديارولي خان دپاکستان دمشرټاکلو دروغجنه ډنډوره پيل کړه اوپدې بڼه ئي دپښتنوتاريخ باندي توري گوتي ومښلې ،هغه پدې معناچي تراوسه څوک پدې باورنه دي چي دپاچاخان دکورنۍ يوکس ته دي دپاکستان واک وسپارل سي ،فکرنه کوم دپاچان دکورنۍ پاته کسانودپاکستان استخباراتی کړيواوپوځی جنرالانودومره اعتمادترلاسه کړي وي چي دخپل هيواد واک وروسپاري .

    زماپه اند دالوبه چي تاسوئي دقلم په څوکه پيلوی دوينوبوي ترې راځي اوپدې بڼه ئي پيل دواړوخواوته پرتو پښتنواوبلوڅو په گټه نه بولم ؛مشوره مي داده چي دقلم نه دقلم دعزت ساتلوپه موخه استفاده وکړئ. قلم توره نده اونه دتوري کارورکولاي سي ،خوله بده مرغه دتوري داستعمال اويادهغې داستعمال داړينتوب لپاره ډير ژرشرايط برابروي . دتوري داستعمال نه مي هدف دانه دي چي خداي مکړه ستاسوپه نظر پاکستاني چارواکي پردې بريالي شي چي ددې لعنتي کرښي يوې اوبلې خواته پراته قومونه سره وجنگوي ،هدف مي دادی چي دپاکستاني استخباراتي شبکوپر ژرنده اوبه مه ورسمه وئ،په موږ کي يومتل دی که موپه کابل کي داوسېدو پر وخت اوريدلی وي وايي ((ددښمن تبرته لاستی مه ورکوۀ .))

    موږ لاتراوسه پدي باوريوچي دې خوا اوهاخواپښتانه يودي ،خوداراته څرگنده وه اوده چي دپاکستان له جوړېدونه راپدې خواددې دولت استخباراتوډيري زرنگي ،عجيبي اوغريبي لوبي کړي چي ددې لوبودسلسلو يوه پايله همدا ستاسوپوسيله د ((لرو متفکرواو اړوندوپښتنو له خوا )) ترنامه لاندي داليکنه خپرول دي . داليک ځکه عجب راته وبرېښېده چي ستاسو خبري اوله پاکستاني چارواکونه سرټکونې مي ټولي پيادکي پاته دي، له نېکه مرغه رانه هیيري سوي نه دي ماته هرڅه له نږدې څرگند اومعلوم دي.

    تاسو په افغانستان اوکابل کي ډير عزت درلود اوموږ ټولوستاسو خيالی ساته ،کنه ته هغه وخت هم ډير لوې شخصيت نه وې يوځوان وي . پدې ورستيوکښي موږ افغان روڼ اندي نه پوهيږوچي ستاسو دغه يوې ځوکسيزي حلقي اندېښنه اونظر ولي دافغان ولس اوستاسو دپلرنۍ خاوري په اړوند ۱۶۰ درجي تغير وخوړ؟ پاچاخان خوويل ماپه خپله خاوره افغانستان کي ښخ کړی اودلته ښخ سو،ولي خان هم دومره له افغانستان څخه ځان ليري نه باله اواجمل خټک هم دافغانانوسره دورورگلوی خبري کولې ؟په تاسوپدې ورستيو درو،څلورو مياشتوکي څه وسول چي پردابل مخ راواوښتلاست؟ دومره تغيرمو وکړ چي اوس موڅوک نه پېژني. زه ليکنه بل ډول هم کولاي سم خونه غواړم ستاسو دو،دريو کسانودساده توب په خاطرخپل دټول ټبردښمنان خوشحاله کړم .

    په پښتوکي يومتل دی وايي څه وکړم خوله مي دژړواوبوډکه ده !زمامشوره تاسوته داده چي که هرڅه غواړي هغه وکړی خودپښتنوله نامه څخه ددفاع اوپردې هکله لنډي اووړو ليکنوبه چندان گټه ونه وينۍ ،خداي مکړه چي سره خوابدي نکړو.

    ماته زموږ دپياوړي اومنلي ليکوال ډاکتر صمد نثار يوه ليکنه تردې نامه لاندي چي ((په خپلو کلو مونس راگنډي)) ليکلې وه راپيادسول البته دايوه پاکه اوسوچه کندهاری اصطلاح ده ،خوډير څه پکښي نغښتي دي .هغې ليکنې کښي ليکوال څه چي غوښتل څرگند کړي اوخپل پيغام ئي تر لوستونکو پوري رسولی دي ،خوزه به ووايم چي اوس دپاکستان استخباراتي شبکې پسله هغه چي دخپل ولس اوخپل تاريخ په وړاندي داستعمال په موخه ئي اسفنديارولي پدې وغولاوه چي دزرداري پر ځاي تاټاکو،نواوس دملي عوامي گوند ماشومان هم پرتي وايي اودډاکتر صمد نثار صاحب خبره پاکستاني چارواکي زموږپه خپلو کلمو زموږ نس راگنډي .

    سوال پيداکيږي ،دا اپيل صوفی صاحب ولي په هغه وخت کي نه کاوه کوم چي داجمل خټک سره يوځاي په شاهی بڼه ‌ دافغان مظلوم ولس تربغل لاندي دکابل په ښکلې ماڼۍ کې اوسېده .هلته داصوفي صاحب تر ټولو افغان پرست اودډيورنډ کرښی دله منځه وړلوسرسخت پيلویوو،دپاکستاني چارواکوڅخه به ئي هغه دچاخبره په حق اوناحقه سرټکاوه . هغه وخت چي په کابل کښي اوسيده زماپه ياد دی تر ټولونه يوازي داچي گوياد پاکستاني چارواکو سرښندونکی مخالف و بلکي دپښتونستان دورځي په تجليل کي ئي ترټولوزياته ونډه اخيستل ،دې خواوهاخوابه ئي په منډووهلوداڅرگندول چي څومره دخپلومشرانومبارزواوتلاښونوته وفاداردی، ترهغه راورسته چي شورويان زموږ وطن ته راغله ترموږ انترناسيونالست اوشوروی پلوه وو، په هرحال ځواني به وه .

    داسي نه چي هغه وخت ددي پېښوکولوورته هدايت سوی وو؟خو اوس پرتي وايي،داسي څرگندوی چي دډيورنډ کرښه يوه خیالي خبره ده؛دده اوپر ويز مشرف ،نوروپاکستاني چارواکو اوجنرالانوڅرگندوني يوشان دي خويوازي په الفاظوکي فرق لري،داهم ډيره جالبه چي اوس صوفي صاحب رابيدارسو!

    ماته له لويه سره جالبه وه چي صوفي څنگه راويښ سو اودده په وينا خاطرات ليکي .داسي ښکاري دليکنو پيل ئي ترډيره بريده ددې لپاره کړی ترڅوپدې وسيله دچاپام ځانته ن راواړه وي اوپدې لړکښي لړۍ کښي هغه پيغام ددې ليکنوداعتبارنه په استفادې تر افغان ولس اوپاکستانيانانو(چارواکو) ورسوي کوم چي فکرکيږي يوچاورته ويلي دي .دادی داسي يوه بې اساسه اوبې دليله ليکنه ئي کړې اودافغان رسنيوله لاري ئي ترموږ پوري راروسوي .ښه به داواي چي داپاکستاني پلوه ليکنه موپه پاکستاني رسنيو کښي لوستې واي .

    صوفی صاحب ليکي : ((دوه شپيته کلونه وشول چې افغانان اخته دي، د ډيورنډ په هکله ډنډورې غږوي او کم نه کم تر اباسينه پورې سيمه خپله خاوره ګڼي. ځينې پکې تر مارګلې او جهلمه پورې درسته علاقه د خپل قلمرو برخه بولي.)) صوفی صاحب داخبره ستاسو مشران هم کوي ،له خان لالانه پوښتنه وکړه چي هغه پردې خبره درسره موافق دي اوکنه ؟ بلې موږ داسيمودپښتنوبولواودډيورنډ کرشی منلوته ستاسو په خوله اوفرمايش حاضرنه يو.

    وړاندي ليکي((نورپکښې بلوڅ هم د ځان بلي. ښه خوبه داوي چې چونکه يو وخت د احمد شاه بابا د سلطنت په پراخوالي کې د موجوده پاکستان ټوله منطقه شامله وه نو په دغه ترتيب بيا بايد دواړه ملکونه سره يو ځاى شي او يو هيواد جوړ کړي.کوزني به د پاکستان خلک راضي کړي چې دواړه خواوې د خپلو نومونو نه تير شي او د احمد شاه بابا د وخت نوم خراسان پرې کيږدي. ګمان کوو چې دغې ته به لومړيه افغانان غاړه کښېنه ږدي

    • صوفي صاحب !

      دادضياالحق خان ،بوټو،پرويزمشرف اونوروپاکستاني چارواکواوزورواکوخوبونه دي چي تاسوپرې خبري کوی،بل داچي داحمدشاه باباپه وخت کښي افغانستان په نوم يوه لويه امپراتوري جوړه سول نه دخراسان په نوم کوم هيواداوپدي نامه کوم هيواد شتونه درلود. موږ هيڅ وخت دبل ملت دخاوري خپلېدو غوښتنه نده کړې ،خودبلوڅواوپښتنوچي دپاکستاني جنرالانوترسلطې اواستعمارلاندي ژوندکوي اودوي هم دپاکستان دجوړېدو له ورځي زموږ سره يوځاي داخبره په سياسي ډگرکي کړېده چي ددوي حق خوړل سوی اودپښتنو خاوره پردوبرخو وېشل سوې ده ،ځکه خوئي موږ دخپلواکی دهڅوملاتړ کړي .موږ داخبره کړې چي دډيورنډ کرښه نه منواودايوه تپل سوې کرښه ده ،خوددې ترڅنگ موداخبره په سياسي ميدانواومحفلوکښي هم کړې چي دکوزي پښونخواخلکوته دې دخپل برخليک ټاکلو حق ورکړه سي،داپدې معناده چي داخاوره زمورنه جلاسوې ده اوپردې کارډير وخت تيرسوی ،خوداخبره ددي معنا نلري چي پردې کرښه دې خبري ونشي اوپه اتوماتيک ډول دي دپاکستان خاوره وشمېرل سي . داغوښتنه زموږ ولس دتاريخي اړېکواومسوليتونوپر بنياد کړې ، پدې لارکښي دپاچاخان ،صمدخان ،ولي خان اوداسي نوروپښتنو مشرانومبارزې اوزندانونه وگالل اوتل ئي دازاد اوخپلواک پښتنونستان چغي وهلې ،دوي هم داکرښه په رسميت نه ده پېژندلي ځکه خوزندانوته ولاړل .

      که داسي نه وه نوهمدا تاسواواجمل خټک ديوشميرنوروکسانوسره په کابل کښي دڅه لپاره ديره واست اودسنبلې په نهمه موپه سپينو جاموکښي داسرې خولی اوسره دسملونه دڅه لپاره پورته کښته کول ؟

      صوذي صاحب وايي : (( افغانستان په رسمي توګه د برتانوي هند سره د ١٨٩٣، ١٩٠٥، ١٩١٩ او ١٩٢١ معاهدات يکطرفه لغوه اعلان کړي دي. وايي چې پاکستان زمونږ په خاوره جوړ دى او د ډيورنډ دواړو خواؤ ته افغانان (پښتانه) اوسي اولرې خوا ته دې خپل پلرني ټاټوبي سره د يو ځاى کيدو حق ورکړل شي. لرني ددغه ادعا په قانوني او حقوقي اړخ باندې تبصره نه کوي او دغه ادعا به ورسره ټکي په ټکي ومني. خو هغوى وايي چې ددې دپاره يو ملي سياست او پاليسي پکار ده چې هغه برني نه شړي، بلکه د يو څو کورنيو د خو شاله ساتلو ته ملي سياست وايي. ملي سياست دا دى چې تاسو ټولو پښتنو ته د شهريت او تابيعت هغه حقوق ورکړئ چې په داخل کښې يې نورو افغانانو ته ورکوئ لکه چې پاکستان يې د مقبو ضه کشمير خلکو ته ورکوي، د آير لينډ جمهوريه يې د شمالي آير لينډ خلکو ته قايل دى؛ چين يې د تائيوان اولس ته ورکوي؛ اسرائيل يې د نړۍنورو يهوديانو ته ورکوي؛ روس يې د پخواني شوروي اتحاد په ملکونو کې ميشت روسيانو ته ورکوي؛ هندوستان يې د پاکستان هندوانو او سيکهانو ته ورکوي اوپرونى مغربي جرمني د مشرقي جرمني خلکو ته قايل و.))

      بلې دامعاهده لغوه اعلان سوې ده ،خوپه يوه خبره چي دکوزي پښتونخواولسونوته دې دبرخليک ټاکلو حق ورکړه سي .ستاسو لخوادپورته يادوسوهيوادوترمنځ داړېکومثالونه دپښتونستان دمسلې سره هيڅ سرنه خوری اوکاملأ ئي غلط تعبيروي .دبېلگې په توگه کله چي شرقي المان له غربي المان څخه جلاو،دشرقي المان خلکو په هيڅ صورت دغربي المان دخلکوله متيازاتونه استفاده نسول کولاي .هريوه ديوه جلاهيوادداتباع په توگه يادېده.که له دېواله اوښتۍ دی ،دوي ورته په عزت ځاي ورکړي .

      نوصوفي صاحب!تاسواودپښتنواوبلوڅوټولومشرانواوکشرانوپه افغانستان کي په پاسپورټ او ويزي ژوندنه دی کړي ،تاسوته هم دنړيوال معمول سره سم هرکلۍ ويل سوی اوتاسوته ديوه وطندارپه سترگه کتل سوي دي .

      اودبلې خواموږ تل پښتنواوبلوڅوته دبرخليک ټاکلودحق ورکولوخبره کړې اودامعاهدې موهم پدې خاطرنه دي منلي چي په زورتپل سوی اوستاسو مشرانوچي مائي نومونه واخيستل هم دايوه خبره کول،چي ډيورنډلاين نه مو،حتاداراورستيومشرانومو هم کله کله ويل افغانستان زموږ وطن دي خومتاسفانه ددې وطن دساتلو لپاره ئي کومه مرسته زموږ سره نه ده کړې .

      دليکنې داوږېدېوپه موخه پرهره خبره ئي تبصره نه کوم رالنډوم ئي ،صوفي صاحب وايي :

      ((کوزني به ددې هر څه نه تير شي او وبه وايي چې دا ګز او دا ميدان! راځئ چې محمود خان اچکزى دافغانستان په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې صدارتي (ولسمشرۍ) اميدوار (نوماند) کړو. مونږ به په محمود خان جرګه شو چې زمونږ خواست ومني او تاسو برني بايد د محمود خان نوماندۍ ته ﻻره هواره کړئ. محمود خان نه فقط دروند افغان دى بلکه د نيکه مرغه درانى هم دى. دغه شان به داثابته شي چې افغانان واقعاً د يووالي په خاطر عملي ګامونه اوچتولى شي اولروبر يو افغان ګڼي.که دغه نه شي کولى نو لرني به وګڼي چې افغا نان د پاکستان په خاوره دعوې لري او پښتانه يې پکار نه دي؛ يابرني پښتانه فضول قوم دى، د ځان او دبل وخت ضايع کوي او يا د يووالي تر نامه ﻻندې هسې چټي دخپل دکمترۍ احساسات تسکينوي.))

      پوه نسوم محمودخان ولي ستاسوپه سترگو کي اغزئ دي،چي ان تردوراني توب پوري موخبره ورسول ،تاسو څنگه ځانته داجرات ورکوی چي دمحمودخان په هکله موږته لارښودنې اوياد سياسي لوبې دپيل چلنج راکړی .

      که چيري په حقوقی لحاظ داکارشونی واي نوهغه به لکه بل هرافغان داحق درلوداي چي ځان ديوه مقام لپاره وټاکي اوخلک رايه ورکړي،اسفنديارولي اوتاسوصوفي صاحب نه هم له دې حق نه برخمن سوی واي ،زموږپه قانون کښي دغلجی اودوراني ترمنڅ دحق لرلوپه موخه کوم پاټک نشته .پدې تاسوخپله هم ښه پوهيږی خوداسي خبره موکړې چي هيڅ سر نه سره خوري .

      موږ ته دغه دپاکستاني استخباراتولوبې اوس ترهر چاښه معلومي دي .نور دامان الله خان ،نادرخان اوظاهر خان وختونه تير سوی دي ،بله دنيااونورشرايط دي . دابايد درته ووايم چي محمودخان په رښتياله دډير پخوادافغان ولس په زړونوکښي ترهغومنلی شخصيت ووکوم چي دکابل ښار دپوښتونستان په ميدان کښي به ئي دپاکستاني استخباراتي چارواکوپه هدايت زنده باد اومرده باد وايه .

      راسی نورئي ډيالوگ ته نه سره باسو،کله کله چوپتياترژبورتوب گټوره وي .

      زه به ئي نوره ځکه درسره اوږده نکړم ،هغه داچي پرې پوهېږم دپاکستان استخبارات غواړي يوډيالوگ راپيل کړي په کوم کښي چي دپښتنو لپاره ستونزي راپېښېداي سي .

      پدې خاطر مادخپلو وطنوالو لپاره داليکنه ووليکل نورئې ستاخپله اوزماخپله .بيابه که اړتياپېښه سول په سياسي اوعلمی محفلونوکي پردې پاکستاني وړانديز خبري وکړو.

      پدې هيله چي په پښتونستان کې زېږېدلی افغان ولس ته درناوی ولري ،داخاوره اوددې خاوري سپېڅلي ولس ته دقدرپه سترگه وگوري اوخپل دزېږېدوټاټوبي گټواووياړونوته د پنجاپي سامراجانواوپاکستاني کرنيلانو،جنرالانواومېجرانوتر غوښتونو اوهوسونووفادارپاته شي . افغانستان دلراوبرپښتنومورده ،مورته په سپکه سترگه کتل ځانته په سپکه سترگه کتل دی .

      پدې هيله چې هرڅوک هرڅه اوهره خبره دخپل ولس دملي گټوپه تله کښي وتلي اوملت ته وفادارپاته سي.

      دخپلې کمبلې سره پښې غځول دعاقلانوکاردی .ومن الله التوفيق


      یادونه: د ښاغلی جمعه خان صوفی لیکنه د دعوت ادارې ته هم رارسیدلې وه خو له خپریدو څخه یی له دې امله ډډه وشوه چې معلومه وه د ای ایس ای یا د پښتنو د اطلی دښمنانو په ګټه او د پښتنو تر منځ د نفاق بوی ترې راته څرنګه چې اوس ښاغلی غمخور پرې لیکنه کړې

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس