صفحه نخست > دیدگاه > د خلک دیموکراتیک ګوند ظالمانه واکمنی:درییمه برخه

د خلک دیموکراتیک ګوند ظالمانه واکمنی:درییمه برخه

امان الله عمر
پنج شنبه 5 می 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د خلک دیموکراتیک ګوند فرکسیونونو( خلق – پرچم) د افغانستان د بربادی او د لکونو بی ګناه انسانانو د وژولو پړه یو پر بل اچوی او دوی داسی فکر کوی چی افغانان دیته نه دی چمتو چی سراسری سیاسی جوړښت جوړ کړی، نو په همدی بنا دوی داسی تبلیغات کوی چی ګویا د شوروی راتګ په افغانستان کښې د دوی د مشوری او صلاح نه پرته صورت موندلی او کله کله یو پر بل ددی جنایات مسولیت اچوی.

کله چی دوی قدرت ته ورسیدل نو د خلق دیموکراتیک ګوند دواړه جناح په قدرت کښې شریک ول او بیا وروسته د داخلی او خارجی عواملو پر اساس د خلق دیموکراتیک ګوند جناح بندی شوه.

دا په دی مانا چی د کارمل ګروپ د افغانستان د سیاسی چاپیریال څخه لیری کړی شو او د امین او تره کی لنډ مهاله دوره د خلکو په وژنه، اعدامونه، شکنجه د دوی پر وژنه پای ته ورسیدی یانی دا چی نورمحمد تره کی او امین دواړه په قتل ورسیدل او په افغانستان کښې د(۱۳۵۸شپیږم جدی) بل تور پړاو او مستقیمآ یرغل شروع شول.

په دی تور دوران کښی چی د زرغون او د کارمل جناح سره متحد ول د دوی او د روسانو پر وړاندی د خلکو عمومی او سراسری پاڅون پیل شول.

هری خواته ترور، وژنه، اعدام، بمباری او جنایات ښه په درز روان وو.

د پخوانی شوروی اتحاد لښکرو د اولسونونو، قومونو او د عامو خلکو په وژولو کښې ازاد لاس درلود او داسی څوک نه ول چی دوی ته څه وایی، حتی روسی مشاورینو د خلق او پرچم حزبی او دولتی کادرونو سره فزیکی برخورد درلود او د روسی مشاورینو لخوا خلقیان او پرچمیان وهل کیدل، رتړل کیدل او ډیر بد الفاظ دوی ته استمالیدل، ځکه دی دوی مبارزی او هلی ځلی د ملی غرور په خاطر نه ول او دوی ملی غرور هیر کړی وو.

د شوروی لښکر په افغانستان کښې د د عمومی پاڅون په نتیجه کښې د پوره ماتی سره مخامخ شول، او د خلک دموکراتیک ګوند د ماتی اصلی وجه دا وو چی دوی د افغانستان پر خلکو اتکا نه درلودی، د خلق دموکراتیک ګوند اصولا د مسکو مربوط ډلی وی او دی دوی وابستګی د دوی د ماتی سبب وګرځیدی.

دا چی د روسانو او افغانانو لخوا د خلق دموکراتیک ګوند د کړنی په اړه ډیر څه لیکل شوی او ډیری افغانان د دوی د جنایاتو څخه خبر دی، زه په دی اړه د ډیر تبصری څخه ډډه کوم.

په هر صورت د کارمل او زرغون د فرکسیونونو ګډه اتیلاف او ظالمانه واکمنی، خپل ځای د ملی او بین المللی شرایطو په ترڅ کښې، بل ظالمانه فرکسیونونو ته په نسبی ډول ورخوشی کړل.

د زرغون او د کارمل ګډه اتیلاف او ظالمانه واکمنی، بل ظالمانه اتیلاف ته ورننوت چی د میر اکبر خبیر او د امین د فرکسیونونو جابرانه واکمنی د داکتر نجیب تر رهبری قرار درلود هر څه په دی اتیلاف کښی د زرغون او کارمل ځینو غړو شتوالی درلود، خو په هر صورت دوی هر یو یی د وطن پالنی او ترقی چیغي وهلی، مګر په حقیقت کښې د وطن او اولسونو رښتیني دښمنان همدوی ول او دی.

د خلک دیموکراتیک ګوند( وطن ګوند) د افغانستان د اولسونونو او قومونو د قهر او د وګړنیز عدالت څخه د تښتي د پاره غیر علمی او په درواغو دلایلو په وړاندی کولو ځانونه خلاصوی، ګویا د ستر طاقتونو تر منځ د ساړه جګړی په نتیجه کښې د هغوی د اهدافو قربانی شوی دی.

بله د خندا وړ لامل چی دوی افغان اولسونونو او قومونو ته وړاندی کوی هغه دادی چی په غیر علمی ادعا کوی چی ګوندې جګړه پر دوی تپل شوی و.

ایا دا قانع کوونکی دلیل کیدای شی؟

ایا دا کومه علمی بنسټ او پایه لری؟

د خلق دموکراتیک ګوند په تشو خبرو اکتفا کوی او اوس هغه وخت نه دی چی خلک په تشو خبرو باور وکړی، ځکه د پوچو او تشو خبرو څخه څه نه جوړیږی، او داسی دلایل کومه علمی او سیاسی تحلیل نه دی.

د بی ګناه افغانانو اعدامول، وژنه، شکنجه، د وطن ویجاړول او د افغانانو پر دود او عنعناتو ملنډی وهل د ساړه جګړی محصول نه وه، بلکی د خلق دموکراتیک ګوند( وطن ګوند) سازمان ورکړ شوی جنایات وو او د دوی د جنایاتو سلسله ګڼل کیږی ، چی په شعوری او سازمان یافته توګه تر سره شوی وو.

د خلک دیموکراتیک ګوند غیر متجانس، غیر طبیعی او غیر منطقی سیاسی تشکیل وه،چی سیاسی جوړښت، تشکیلات او رهبری یی په طبیعي ډول نه وی رامنځته شوی، د ګوند ایجاد او تشکیل د مسکو لخوا سازماندهی شوی وو او ګوندی پروګرام یی د مسکو او د پخوانی شوروی اتحاد د استخباراتی کړیو له لاری دیکته کیدل.

دی دوی لخوا د سیاسی قدرت د نیولو شعار په لمړینو شبیو کښی په تیوریکی او معنوی له اړخه د پخوانی شوروی اتحاد لخوا تنظیم شوی وو.

کله چی ۱۳۴۳ کال کښی دوی خپله لومړنی ګنګره جوړوله دوی د افغانستان د وګړو او اولسونونو د مشخصات او خصوصیات، فرهنګ، دود او رواج، اجتماعی ځانکړتیاوی او بالاخره د افغانستان بشپړ اسلامی ټولنه له پامه غورځولی وه.

نور بیا

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس