صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه

الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه

Hask
شنبه 1 جون 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

الف لیله و لیله د
تاریخي او اجتماعي پلوه

 لیکوال
: عبدالباري جهاني 

څه باندي
لس کاله مخکي زما استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي ماته له ډنمارک څخه په
ټلفون کي وویل چي د الف لیله و لیله د ترجمې کار یې پیل کړی دی. ما یې ډیر تود
هرکلی وکړ او دا مي ورته وویل چي د پښتو ژبي دغه لوی او لازم خدمت له تا پرته بل
څوک نه سي کولای. خو خپلو ملګرو ته مي وویل چي د نومیالي صاحب روغتیایی حالت او
عمر ښایی د دې لوی کار د بشپړیدلو اجازه ورنه کړي. کشکي یې دا کار یو څه مخکي پیل
کړی وای. زما له مرحوم استاد سره ریشتیا هم عمر وفا ونه کړه او کار نیګمړی پاته
سو. څه موده مخکي زما همصنفي او د وړوکتوب د وختونوملګري محمدمعصوم هوتک په ټلفون
کي راته وویل چي د الف لیله ولیله ترجمه کولو ته یې ملا تړلې ده؛ د خپلی ترجمې یوه
برخه یې را ولیږله او ما ورته وویل چي تر دغه بهتر کار کول تقریبا غیر ممکن دی. ده
وروسته را څخه وغوښتل چي زه د مقدمې لیکلو کار پر غاړه واخلم. ده چي دونه لوی کار
ته اوږه ورکړې وه نو مایې هم ناز پر مځکه نه سو اچولای. له بده مرغه چي ما الف
لیله و لیله ډیر پخوا لوستې وه او په هغه وخت کي مي هم په جدي نظر نه وه لوستې. زه
مجبور سوم چي د دې لوی کتاب پاڼي له سره واړوم را واړوم او ځیني نکلونه خو له سره
په بشپړه توګه ولولم. د مقدمې په نوم مي یو څو پاڼي توري کړې. خدای دي وکړي چي د
فکلوري نکلونو د څيړونکو لپاره ګټوري وي. زه هیله لرم چي ګران معصوم هوتک به دغه
ارزښتناکه ترجمه ژر بشپړه کړي او د پښتو ادب او فوکلور شاګردانو او څیړونکو ته به
ورسیږي.

دا نکلونه په لومړي سر کي یوازي
افسانې معلومیږي خو که سړی ښه ورته ځیرسي او په غور یې ولولي نو ګوري چي په دې
نکلونو کي د اسلامي نړۍ، او په تیره بیا د عربانو کلتوري او عنعنوي ارزښتونو ډیر
څرګند انعکاس کړی دی او سړی بیخي د هینداري نوم ورکولای سي. البته د فوکلوري نکلونو
او عصري، په تیره بیا ریالیسټیکو، داستانونو تر منځ له یوې خوا او د تاریخ او
فوکلوري کیسو ترمنځ له بلي خوا ډیر زیات توپیر موجود دی. جدي لوستونکي باید په دې
پوه وي چي دوی، داستانونه نه بلکه، فوکلوري کیسې لولي. په عصري داستانونو کي
لوستونکی هر ځای له لیکوال څخه پوښتنه کوي او ولي؟ او څرنګه؟ ورته وایی. خو په
فوکلوري کیسو کي خبره داسي نه وي. په فوکلوري کیسو کي یو عادي بزګر د یوه لوی
استاد او عالم په توګه دلایل وایي. یو لوی پاچا د یوه عادي بازاري سړي عقل نه لري؛
او چي هر څوک هر څه ورته ووایی هغه مني. د یوه پاچا زوی، چي د نکل اصلي قهرمان وي،
هم دونه ښایسته وي چي ښایستې پیغلاني او ښځي، حتی شاپیریاني، په یوه ځل لیدلو
ورباندي میني سي، هم دونه هوښیار وي چي په لومړۍ ځواني کي یې د فقهي څخه نیولې تر
منطق او نجوم پوري ټول علوم داسي خلاص کړي
او زده کړي
وي چي لوی پوهان او عالمان سیالي ورسره کولای نه سي او هم داسي پهلوان وي چي د زرو
تنو په جنګ ورځي. دغه راز دیبان او له هغوی سره د انسانانو مقابله او جنګونه،
پیریانان، جادو او منتر او په بیزو او سپیو د انسانانو بدلول، شاپیریاني، کوه کاف
او تر اوبو لاندي د دیبانو ښارونه هغه څه دي چي حتی زر کاله مخکي په داستان کي چا
نه سوای یادولای، ځکه چي ځای پرځای د لوستونکو له سوالونو سره مخامخ کیدی. خو
څرنګه چي فوکلوري نکلونه د عادي او بې معلوماتو خلکو لپاره ویل کیږي او لیکل کیږي،
نو هر څومره چي مبالغه پکښی زیاته وي په هغه اندازه د اوریدونکو او لوستونکو لپاره
په زړه پوري وي. خو سترګه ور او لوستي خلک د فوکلوري نکلونو مبالغو، بې منطقیو او
د ناممکناتو برخي ته نه ګوري بلکه په هغو کي د خلکو د عنعناتو، مذهبي عقایدو،
عمومي پوهني، د پاچاهانو د خپل سری او استبداد او خرافاتو ته د خلکو او حتی
پاچاهانو د عقیدې اندازه لګولای سي.

ټوله ليکنه د

 د بشپړ مطلب

 په برخه  کي کتلاى سئ


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/57...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس