صفحه نخست > دیدگاه > د اسامه بن لادن ړنګ کور دخالص بابا فامیلۍ

د اسامه بن لادن ړنګ کور دخالص بابا فامیلۍ

نظر محمد مطمئن
جمعه 17 می 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

اسامه بن لادن چې په ننګرهار کې هستوګن وو، او د طالبانو تر ورستي وخت پوري همدلته پاتي شو، هغه د مولوي خالص بابا د فاميليو په سيمه کې په هغه خټينه کلا کې اوسيدی کوم چي د مرحوم مولوي خالص بابا له خوا يې ځمکه ورته ورکول شوي وه.

د اسامه بن لادن د خټو او خامو خښتو څخه جوړ کور عادي کور نه وو، هغه د تاريخ يوه برخه وه، او برخه به يې وي.

د اسامه د خټو کور يوه لويه کلا وه، چې په څو جريبه ځمکه کې ودانه وه، څلورو لورو ته يې جګ جګ د خټو ديوالونه راتاو شوي وو، دغي لويې کلا ته د ننوتلو يوه لويه دروازه وه، ولي کيدای شي چي ځينې فرعي لارې به يې هم درلودلي.

دکلا عمومي دروازه شمال لورته وه، او د عمومي دروازي له ننوتولو سره سم يې شمال لويديځ لورته کوچنی د خټو څخه جوړ مسجد وو، چي خپله اسامه بن لادن او دده سره عرب مجاهدينو به پکې لمونځ کاوو، د عمومي دروازي ختيځ لور ته دوه د خټو کوټي وي چي د اسامه بن لادن سره د ميلمنو د کتلو له پاره د ناستي او مجلس ځای وو.

دلته يوه وړوکي حويلي ته ورته ساحه وه، او له دي وروسته بيا د اسامه کورته يو کوچني دروازه چي د ميلمنو له ځای څخه ختيځ لورته وه خلاصه شوی وه.

په کلا کې دننه يواځي د اسامه بن لادن کورنۍ نه وه، هلته دغه د خامو خښتو او خټو کورونه چي سر يې د پاکستاني ګاډرو پوسيله پوښل شوی وو، ښه ډير ليدل کيدل، د بلاکونو په ډول جوړ شوي وو، او هر کور دوه د خوب کوټي، يو وړوکي دهليز، اشپز خانه او تشناب درلود، د غه د کوچنيو اپارتمانو بلاک چې کورونه پکې شا په شا جوړ شوي وو، د ځينو کورونو مخ يې ختيځ او د ځينو يې لويديځ ته وو، د هرو دوو بلاکونو په منځ کې نږدې دوه متره سړک چي شمال او جنوب ته وو، پرانستي پاتي وه، او نږدي اوه يا پنځه بلاکونه دغه ډول جوړ شوي وو، ماته د کورونو شمير دقيق معلوم نه شو، ځکه چي د امنيتي دلايلو له امله مې ونه کړلای شوای چې په دغه وران او ويجاړ کور کې په ارام ډول سره وګرځم.

داسي معلوميدله چې د نظامي اصولو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره په دغه لويه جنګي کلا کې کورونه ډيزاين شوي وو، او په اضطراري حالاتو کې د مقابلي او جنګ ټول اړخونه په نظر کې نيول شوي وو.

داسامه بن لادن دغه کور تر هغه مهاله جوړ وو، ترڅو چې ننګرهار ته د امريکايانو تر بيرغ لاندي د حاجي عبدالقدير او حضرت علي قوتونه ننوتل.

کله چي د حضرت علي (دهغه وخت د امنيې قومندان) ځواکونه خبر شول چې په دښت کې د اسامه بن لادن کلا ولاړه ده، په بامونو کې يې اوسپنيز ګاډر او چپتۍ استعمال شوي دي، او دا رنګه د لرګي کړکۍ او دروازي پکې پريمانه شتون لري، نر هغه وو چي تر نورو ټوپکمارو ډير ګاډر، کړکۍ او دروازي وباسي او خپلو کورونو او يا يې بازار ته د خرڅلاو له پاره يوسي.

دوخت والي، د فرقي قومندان او نورو مسؤلو کسانو هم د حضرت علي د ټوپکمارو ددغه کار مخنيوی ونه کړ، او ځينو نورو قومندانانو هم ورته عمل وکړ، د اسامه د کور سامانونه يې غلا کړل، او ويل يې چي هسي هم نوم د حضرت علي بد دی.

د اسامه د کور ټول هغه توکې چې د استعمال او خرڅلا وړ وو، ډير ژر ژر د ننګرهار د غلو او داړه مارو قومندانانو کسانو تر کورونو او بازار ورسول.

اوسمهال د اسامه هغه کور چي ډير مهال له خپلي کورنۍ او خپلو عربو مجاهدينو سره پکې اوسيدلی وو، کنډواله او په يو بشپړ خراب حالت کې قرار لري.

داچي تراوسه زورواکو او چارواکو دغه کلا او سيمه قبضه کړي نه ده، يو لامل دادی چي هغه سيمه د مولوي خالص بابا فاميلۍ دی، او ټولو ته جريان معلوم دی چي دغه ټوټه ځمکه مرحوم خالص بابا اسامه بن لادن ته ورکړي وه، بل داچي هلته ډير خلک د خالص بابا د ګوند اوسيږي، چي هغوی ټول په يو نه يو ډول د انوارالحق مجاهد او طالبانو سره په اړيکو متهم دي، او دا ډول د خالص بابا د فاميليو سيمه د چارواکو له پاره د امن ساحه هم نه ده.

داچي اسامه بن لادن په نړيواله کچه يو پيژندل شوې څيره وه، او دهغه په اړه به د هغه له شهادت څخه وروسته هم ډيري څيړني وشي، دهغه د ژوند په اړه، د هغه د اوسيدو او د اوسيدو د ځای په اړه او داسي نور...

زما په آند که د اسامه بن لادن دغه نیمه تخريب شوی کور د تاريخي اثارو په څير وساتل شي، ولس او چارواکي ورته پام وکړي، کيدای شي چې يو وخت يې د نورو ګټو سربیره د سيلانيانو د راتګ له امله عوايد هم د پام وړ وي.

که چيرته د اسامه ړڼګ کور همداسي پاتي شي، کيدای شي چې څو کلونه وروسته د بارانونو، سيلابونو او بادونو له امله دغه نيمه تخريب شوی کلا په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

زموږ هيواد کې هسي هم تاريخي اثار ارزښت نه لري او نه هم د تاريخي اثارو په ارزښت د ټولني عام وګړي پوهاوی لري، بدبختانه چي زموږ د ټولني هغه کسان چي ځان ته پوه او زده کړي وايې هم د تاريخي اثارو د ارزښت په پرتله د دغو اثارو له لاري مادي ګټو ته زیاته ترجيح ورکوي.

په تيرو دريو لسيزو کې چې موږ يې د ډيرو ناوړو پيښو شاهدان يې، زموږ د هيواد تاريخي اثار په پراخه پېمانه له هيواد څخه ووتل او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د قاچاق له لاري ورسيدل، د نړۍ په سترو موزيمونو کې د افغانستان غلاشوي تاريخي اثار وجود لري.

د وزير اکبرخان تومانچه هم موږ ونه ساتلای شوای، د غازي امان الله خان توپک او داډول په کابل کې دارالامان، په کندهار کې زوړ ښار، په هلمند کې قلعه بست، په هرات کې منارونه او نور ډير مهم اثار، په نږدې ټولو ولايتونو کې مو خپل تاريخي اثار په ډير لږ قيمت پردو ته په لاس ورکړل.

زموږ موزيم دومره زيانمن شو، چي په اوسني معاصر تاریخ کې به يې ثاری کم ليدل کيږي.

د انګريزانو سره د افغانانو د جګړي هيڅ تاريخي اثر چې موږ پري وياړ وکړو، نه لرو، د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې په کابل کې د شاه دوشمشيره سره نږدې موږ د توپ جوړولو فابريکه درلودله، خو نن چي دنيا اسمان ته ختلي موږ د توپ جوړولو پرځای حتی مرمۍ هم نه شو جوړولای.

د روسانو سره د جګړې پرمهال د روسانو ټانکونه، چورلکي او جيټ الوتکي چې د مجاهدينو له خوا څخه ويجاړ شوي وو، د هيواد له پاره يې تاريخي ارزښت درلود، ژوندی تاريخ وو، ممکن يو وخت به داسي راتلی چي د نړۍ سيلانيان به راتلل او د مجاهدينو دغه تاريخ به يې کتی، خو موږ هغه ټول د ډيرو لږو پیسو په مقابل کې د نړيوال استخباراتي پلان د پلي کيدو له امله وپلورل.

هغه ژوندي روسان چي د جهاد پرمهال ونيول شول، دهغوی پيژندنه راسره نه ده ثبت، هغه روسان چي مجاهدينو د جګړي پرمهال ونيول او يا تسليم شول، بيا د مجاهدينو په جبهو کې شهيدان شول، دهغوي په اړه معلومات راسره نشته.

کوم ټانک چې د اسلم وطنجار له خوا پرارګ لومړی ډز وکړ، او د داؤد خان جمهوريت يې نسکور کړ، هغه ټانک معلوم نه دی، دا بېله خبره ده چي اسلم وطنجار او ملګرو خلقيانو يې ښه کار وکړ يا بد؟ ولي هغه ټانک چي تر نن ورځي دهغه د ډز له او د وطنجار د بې باکې او بې عقلي له امله زموږ ولس کړيږي بايد چي ساتل شوی وای.

هغه تومانچه چي د يوه محصل له خوا څخه پاچا نادرخان پري وويشتل شو، هغه چيرته ده؟

هغه لومړنی کلاشينکوف چي د روسانو سره د جګړي پرمهال ونيول شو هغه چيرته ده؟ ويل کيږي چي کشميرخان لومړی سړی وو چي له روسانو يې کلاشينکوف په غنيمت نيولی.

هغه روسي يونيفورم چي لومړی ځل مجاهدينو ته په لاس ورغلی، ولي د تاريخ د يوي برخي په ډول خوندي ونه ساتلی شو.

ويل کيږي چې د روسانو سره د افغان جهاد پرمهال روسانو افغانستان ته دوه داسي ټانکونه هم راوستلي وو چي د دوېيمې نړيوالي جګړي پرمهال يې له د هټلر له پلوي قواوو څخه نيولي وو، دغه دواړه ټانکونه تر اوسني وخت پوري روغ او جوړ ساتل شوي وو، خو د اوسني حکومت په فساد او اختلاس کې ککړو چارواکو د مادياتو او امتيازاتو په بدل کې هغه ټانکونه بيرته هغو هيوادونو ته وسپارل چي د دوېيمي نړيوالي جګړي پرمهال روسانو ورڅخه غنيمت نيولي وو.

او بالاخره د امريکايانو سره د جګړي پرمهال زما د معلوماتو له مخي هغه لومړنی وسله چي طالبانو نيولي هغه يې هم دلاسه د سياسي او نظامي چارو له امله له لاسه وتلي ده.

امريکايان هوښيار دی، هغه پوهيږي که ددوی ويجاړي شوي شوبلي، چورلکي او الوتکي په افغانستان کې پاتي شي دا به د تاريخ يوه برخه وي، نو له همدي امله ده چي خپل ويجاړ شوي ټانکونه، چورلکې او الوتکي په خپله بمبارد کوي او له منځه يې وړي. ترڅو د دوی د جنګ او ماتي اثار په افغانستان کې پاتي نه شي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • لطفا این را فارسی بسازید تا ما هم بخوانیم وبدانیم.

  • السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
    من پېام عبدالحکیم پاکباز ديدم که خواستند که مقاله فارسي هم شود، انشاءالله کوشش ميکنم که اين مقاله را فارسي هم به دسترس دوستان رسانده شود
    تشکر از مسؤلين وبب سایت انترنيتی کابل فرس و خواننده ګان مقاله

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

Nations | Hazara | Tajik | Uzbek | Turkmen | Hindu and Sikh | Kyrgyz | Nuristani | Baloch | Pashtun/Afghan | Arab/Sadat

جستجو در کابل پرس