د هيواد نامتو زوى شهيد ميوندوال
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
زمونږ
د ګران هيواد په لمنه کي ډير لوي او مشهور وطن پاله بچيان را لوى شويدي، چي
دا هيواد ور ته تر هر څه ګران او پر دې هيواد له سره تير وو.
يو ددې زړورو بچو څخه لوى ملي مبارز او سياسي
متفکر محمد هاشم ميوندوال و.
مر
حوم شهيد ميوندوال د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کي د ملا عبدالحليم خان په روښان
فکره کورنۍ کي په ١٢٩٩شمسي کال زيږيدلى دى. د ده د کورنۍ اقتصادي وضعه ډيره ښه نه
وه، خو سره ددې ټولو ستونزو او مشکلاتو ميوندوال وکولاي شول چي خپل د مکتب
نه مخکي تعليم په خپله سيمه کي او لمړني ، منځني او د ليسي تعليم او تحصيل د
کابل په غازي او حبيبي ليسو کي سر ته ورسوي.
شهيد
ميوندوال له کوچنيوالي څخه يو ذکي ، ځيرک او هوښيار شاګرد و.
مرحوم
ميوندوال کله چي د ١٢ ټولګي څخه فارغ شو نو په ١٣٢١ل کال کي د اتفاق اسلام د
اخبار د ليکونکي په حېث ئې په کار پېل وکړ. د ده لمړى تخلص پرديس و، څرنګه چي دى
يو وطن پرست ليکوال و او دده ليکني د هر چا خوښيدلي، او عبدالهادى داوي به هم
هميشه لوستلي، نو د عبدالهادي داوي په مشوره ده خپل تخلص هم د پرديس څخه ميوندوال
ته بدل کړ.
شهيد
ميوند وال د ښه ذکاوت د لرلو په اثر ډير ژور او عميق فکر درلود او د ښه فکر په
اساس ئې ډير وطن پرستانه مقالې او مضامين ليکل چي د وطن د پرګنو خوښيدلې.
مرحوم
ميوندوال په ١٣٢٤ شمسي کال د دايره المعارف د عمومي مدير په صفت تعين او
مقرر شو. ده تل په صداقت او ايماندارۍ خپله وظيفه سرته رسوله. څرنګه چي دده لوي او
ازاد فکر لپاره دا ځاي کوچنى ښکاريده نو په همدې لحاظ دى د انيس د ورځپاڼي د
ليکوالي ډلي د غړى په حېث مقرر شو.
مرحوم
ميوندوال د انيس په ورځپاڼه کي د سياسي مقالو او مضامينو په نشرکي لوي لاس درلود.
ده پخپلو مقالو سره خلک د ډيموکراسۍ د اصولو سره اشنا کول او غوښتل ئې چي د
افغانستان پرګنې سيا سي شعور واخلي. دى په دې فکر کي و، چي که خلک سياسي شعور
ولري، نو بيا خپل حق او د نورو حقوق پيژني او په دى ترتيب بيا هيڅوک نشي کولاي چي
پر دوي ظلم او ناروا وکړي او د دوى حقوق پايمال کړي. مرحوم ميوندوال لوى وطن پرست
او هيواد پال شخصيت و.
دوه
کاله وروسته په ١٣٢٨ شمسي کال کي د ښه وظيفې د اجرا کولو له امله ميوندوال د
اطلاعاتو او کلتور د مستقل ريئس په حېث مقرر شو. دده په دوره کي د مطبوعاتو سانسور
کم او خلکو کولاي شول چي خپل نظر وليکي او چاپ شي.
له
مودې وروسته، ده د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د مطبوعاتي مشاور وظيفه په
غاړه وا خيستله. له يوه کال کار وروسته په ١٣٢٩ شمسي کي بيرته ئې مطبوعاتو
ته تشريف راوړ.
مرحوم
ميوندوال د خپل لياقت په اثر په واشنګټن ډي سي کي د افغاني سفارت د مستشار په حېث
و ظيفه اجرا کوله.
ددې
نه وروسته بيرته خپل هيواد ته راغلئ او د خارجه چارو په وزارت کي د خارجه چارو د
مرستيال په حېث تعين او مقرر شو.
له
لږي مودې پس مرحوم شهيد ميوندوال په لندن کي د لوي سفير په صفت تعين او مقرر شو.
ده تر هر څه د مخه د خپل هيواد منافع په نظر کي نيول او خپله وظيفه يي په صداقت سر
ته رسوله.
په
کال ١٣٣٣ شمسي کي د دوهم ځل لپاره د مطبوعاتو د مستقل ريئس په صفت تعين شو. د هغه
وخت حکومت غوښتل چي مرحوم ميوندوال د دوى ارتجاعي فرمايشات پر ځاي کړي، مګر څرنګه
چي دى په ديموکراسۍ معتقد و، او د خپل هيواد پرګنې ورته مهمي ښکارېدې نو د خلکو په
خاطر ئې ددې چوکۍ څخه استعفا وکړه، او چوکۍ ئې پريښودل. د همدې کال په اخره کي
دولت بيا دى واشنګټڼ ته د افغان لوى سفير په حېث وليږه او د سفير په توګه ئې په
کار پېل وکړ.
په
کال ١٣٤٣ شمسي کي د هغه وخت دولت، دى د مطبوعاتو د وزير په توګه وټاکه. شهيد
مرحوم ميوندوال د مطبوعاتو په برخه ډيري هلي ځلي کړيدي او د ديموکراسۍ اساسات ئې
په وطن او وطنوالو کي مروج کړل، چي حتى د کابل پوهنتون محصلانو د خپلو مطالبو د
غوښتنو لپاره په مظاهرو او اعتصابونو لاس پوري کړ چي په پاى کي د حکومت په
امر په مظاهرو حمله وشوه، چي په نتيجه کي څو تنه محصلان زخمي او ټپيان شول. او ددې
بحران په اخر کي د صدراعظم ډاکټر محمد يوسف خا ن حکومت سقوط او ړنګ
شو.
اعليحضرت
محمد ظاهر شاه، شهيد ميوندوال د نوي حکومت په جوړولو موظف کړ، کله چي مرحوم
ميوندوال نوي حکومت جوړ کړ او د هيواد د لمړي وزير په حېث ئې په کار شروع وکړله،
نو فورا پوهنتون ته ولاړ او د محصلان په منځ کي ئې يوه انقلابي بيانيه ور
کړه، چي د محصلانو ډيره خوښه شوه او دى د څو دقيقو لپاره محصلانو په اوږو وګرځاوه.
د شهيد ميوندوال دا کار د بادشاه چندان خوښ نه شو اما شهيد ميوندوال د محصلانو
پوښتنو ته مثبت ځوابونه وويل.
د
شهيد ميوندوال د صدارت دوره لنډه، مګر د ديموکراسۍ لاره ئې د خلکو پر مخ
پرانستله، او هغه دا چي شهيد ميوندوال دربار د خلکو پر مخ پرانستى و. او ده به
هميشه دا ويل چي زه به تل د خپل وطن د مشکلاتو د حل لپاره خپلو خلکو ته ورځم او د
خلکو په مرسته به د وطن ستونزو ته لار پېدا کوم. دده دا پروژه د خلکو سره د تماس د
پروژي په نا مه يا ديدله.
لږه
موده وروسته، ده د صحي معاذيرو د لرلو له امله په کال ١٩٦٨ ميلادي(١٣٤٤) شمسي کي د
صدارت د پوست او چوکۍ نه استعفا او ځان ئې ګوښه کړ.
شهيد
ميوندوال، د صدارت چوکۍ پريښوده، مګر سياسي مبارزه ئي پرې نه ښودله. ده د هيواد په
مطبوعاتو کي نوى تحول او بدلون راوړ او هغه داوه چي ملي وطني او شخصي جريدو
ته ئې اجازه ورکړه او پخپله يې هم د مساوات ملي ديموکراتيکه جريده خپروله چي خپل
ډله ايز هدف يې پکي نشر او د د يمو کراتيکو اصولو په اساس ولاړه وه. دده جريدې د
ديمو کراسۍ زمزمې د وطنوالو غوږونو ته رسولې.
شهيد
ميوند وال نورو وطنوالو ته هم داسي جرئت ورکړ چي خپلي ديموکراتيکي
غوښتني د ازادو اخبارونو او جريدو په وسيله د دولت اراکينو ته ورسوي.
شهيد
ميوندوال د خپلي ناروغۍ د تداوي لپاره بهرني هيوادونو ته ولاړ، له تداوۍ نه وروسته
په کال ١٣٥٢شمسي کي بيرته هيواد ته را ستون شو.
په
کال١٩٧٣عيسوي(١٣٥٢) شمسي کي کله چي سردار داود خان کودتا وکړه، نو د داود خان پر
چمي ملګرو، شهيد ميوندوال د بلى کودتا په تور زندان ته وا چوه. د پر چميانو
او سردار محمد داود د ملګرو په
واسطه په زندان کي شهيد شو، او د افغانستان راډيو له لاري اعلان شو چي مرحوم
ميوندوال ځان وژنه کړيده. دغه خبر د واقعيت څخه ليري يو خبر و، ځکه چي شهيد
ميوندوال يو کلک مسلمان او يو لوي سياست مدار شخصيت و، هغه هيڅکله داسي خام او بي
ثمره کار نه کاوه، ويل کيږي چي دى په وهلو او ټکولو وژل شوى و. دا چي چا
وواژه او څنګه يي وژلى، هغه به وژونکي او لوي پرورد ګار ته معلومه وي.
مګر
د شهيد ميوندوال د تحقيقاتو موئظف او مسئول صمد ازهر، د پرچم د ډلي غړى و. ځيني
ليکونکي وايي چي دده په شهادت کي صمد ازهر او د پر چم ډلي لوي لاس درلود. خو صمد
ازهر په خپلو ليکنو کي دا ادعا ردوي او وايي چي ده دا کار نه دى کړى، مګر دى ددې
کار بل مسئول هم نه ښئي. په هر تر تيب د قيامت په ورځ به د بيګناه شهيد ميوندوال
لاس او د چا ګريوان يا ګريوانونه وي.
د
سردار محمد داود خان لويه اشتباه د پر چميانو په ملګرتيا کودتا او بيا د ملي
اشخاصو له منځه وړل اود هغوي نه کار نه اخيستل وو. ده غوښتل يواځي په بي
تجربه نوو ځوانانو چي د سردار داود د ملګرو زامن او دوستان وو،او هيڅکله د سياست
په پوله هم نه وو تير شوي د وطن چاري پر مخ بوځي.
د
شهيد ميوندوال او شهيد محمد موسى شفيق د شرق نابغه و، د دوى څخه کار بايد کار
اخيستل شوى واي، نه دا چي يو شهيد شي او بل په کور کي نظر بند وي. دا د داودخان
د خود خواهۍ بله نمونه وه، ده غوښتل چي(ميم زر ما، ټوله زما).
په
هر تر تيب قدرت طلبانو تل داسي ډول اشتباهات کړيدي، چي بيا وروسته هغه جبران نا
پذير دي.
شهيد
ميوند وال هم د داسي ډول اشتباهاتو قرباني شو. کله چي شهيد ميوندوال ژوندى و، او
بيکاره و، يو ځل ما هم د ده د خښيني د (ميرمن د خور) په کور کي چي په هغه وخت کي
زه د کابل پوهنتون محصل او شاګرد وم، او د خښيني لور يې زما همصنفۍ وه، د
دريو ساعتونو لپاره خبري اتري کړيدي، چي زما د ژوند مهمي خاطري دي چي ځيني ئې
دادي:
مرحوم
ميوندوال ډير حليم او خوش مشربه شخصيت و. کله چي ده تشريف راوړ، زمونږ د ټولو سره
چي شپږ کسان وو، روغبړ وکړ، له روغبړ نه وروسته په ډيره تلوسه او جرئت ما د مرحوم
ميوندوال څخه وپوښتل چي تاسي اوس د هيواد د ابادۍ او کار لپاره ځوانان تشويقوئ،
کله چي تا سي صدراعظم او د حکومت مشر وئ او ښه فرصت درسره و، ولي مو ژر استعفا
وکړه او کار ته مو دوام ور نه کړ؟
شهيد
ميوندوال په ځواب کي موږ ته داسي وويل، چي دا ډيره ښه پوښتنه ده او زه بايد چي
ځواب در کړم. ده وويل چي هر ډول کار کول، د کار کولو صلاحيت ته ضرورت لري.
او هغه داچي سړى تش په نامه لومړى وزير وي اود کار صلاحيت ونه لري نو تر يوه چوپړ
هم خوار او ضعيف دى.
شهيد
ميوندوال ددې په هکله يوه کيسه وکړه، چي کټ مټ يې د ده صلاحيت تمثيلاوه او هغه دا
چي، ده وويل چي يو وخت په يوه منطقه کي يو لوي خان و. چې ډير مزدوران او ارګاه
بارګاه ئې درلودله. ده به د مزدورانو په سر يو مشرګى ټاکه چي د نورو
مزدورانو او د سيمي د خلکو څارنه وکړي او د دوي غوښتنو ته ځواب ووايې. خو دغه مشرګي
به يواځي د مسئول مشرګي نوم لاره نور ټول صلاحيت به د خان سره و. د تحويل خانو او
نورو شيانو کيلي ګاني ټولې د خان سره وې. د سيمي خلکو به چي څه کار او ضرورت
درلود، نو مشرګي ته به راتلل او د کار او ضرورتونو د اجرا پوښتني به ئې
کولې، مګر مشرګي هيڅ نه شو کولاي او خلکو ته يې دا هم نشو ويلاي چي دى بې صلاحيته
او تش په نوم مشر ګى دى. نو دا خواستونه او غوښتني به ورو ورو په شکايتونو بد ليدلي
او د خان غوږونو ته به رسيدلي. نو کله به چې مشرګي په خلکو کي د بي کفايته په نامه
شهرت پېدا کړ. نو لوي خان به هم دا فرصت غنيمت وګاڼه او د خپل ځان لپاره به يې په
تبليغاتو او فعاليت شروع وکړه، نو د خلکو په منځ کي به يې دا اوازې خپرې کړې،
چي مشرګي دخپل ځان او کورنۍ په فکر کي دئ، هغه يو عياش، بي کفايته او بي پروا شخص
دى، د ملت او وطن فکر ورسره نشته.د خان په تبليغاتو کي دا هم اضافه کيدل چي کله چي
ما مشرګي په دې وظيفه ګماره نو ورته مي ويلي وو چي، ته به تل خلک اول په نظر کي
نيسي او د خلکو مشکلات به حلوي، مګر ده خپل ځان او خپله کورنۍ لمړۍ په نظر کي
نيوله خلک به يې شاته اچول، زه به اوس د ده په حساب ورسيږم.
نو
خلکو به چي دا ډول تبليغات واوريدل نو څرنګه چي خلکو سواد او سياسي شعور نه درلود
نو د خان په خبرو يې باور کاوه. نو د بل مشرګي تر تقرر پوري به خان خلکو ته پخپله
ځيني نا چيزه تحفي او کارونه ور سمول، خپل ځان به يې محبوب القلوب او مشرګي به يې
منفورالقلوب معرفي کاوه.
شهيد
ميوندوال وويل چي ده خپل ځان د منفورالقلوب تر مرحلې پوري ونه رساوه،
او مخکي تر هغې يې استعفا وکړه.
پس
له بخښني غوښتني، بله مهمه پوښتنه چي ما تري وکړه هغه دا وه چي تاسي چا، ولې د سي اى
اې سره په ارتباط لرلو متهم کړئ؟ او ولي چا ستاسي د شخصيت څخه دفاع ونه کړه؟
مرحوم
ميوندوال په ډيره مهربانۍ سره وويل چي زه خوشاله يم چي د ځوانانو سره يم هره بله
پوښتنه که وي هم به ځواب ور ته ووايم.
کله
چي ما دخپلي ناکامي وظيفي نه بې د خان، د اجازى څخه استعفا وکړه، نو
دوي زما د بد نامۍ لپاره هر ډول هڅي په کار واچولې او په هر ترتيب چي
دوى کولاي شول، زه يې بد نامولم، زه بيا هم په دې خوشاله يم چي د يو هيواد
ايجنټ يې ښودلې يم. زه دومره وايم هغه شخص (ښاغلى هوتکي) چي زما د ارتباطاتو څخه
خبر وو، دى پخپله څه کول، او بيا څنګه د سياى اې مخفي موسسې دغه مجهول الهويه شخص ته د يوه
صدراعظم په هکله د ارتباطاتو راپور ورکاوه او دا چي دا ارتباطات د څه وخت نه، په څه منظور و. او ولي،
دا بيا زما د استعفا نه وروسته را منځ ته کيږي او رسوا کيږي، دا پخپله يوه معما
ده، چي ددې معما جوړونکي يې هم په حل نه پوهيږي. دا اوازه هغوئ په کار واچوله،
کومو چي غوښتل چي زما سياسي ژوند داغدار او لکه دار کړي. مګر زه د افغانستان په
پرګنو او خصوصا په ځوان نسل کلک ايمان لرم. دوي زما په هکله قضاوت
وکړې او تاريخ به زما د اعمالو په باره کي شهادت ورکړې.
بله
پوښتنه چي ما د شهيد ميوندوال څخه وکړه هغه د يوه ښه مبارز د صفاتو په هکله وه.
ده
راته وويل چي يو ښه مبارز بايد د سيا سي اخلاقو لرونکى وي. که چيري يو شخص سيا سي
اخلاق ونه لري، د هغه په مبارزه هيڅوک ا يما ن نه لري.
شهيد
ميوندوال د پرچميانو د شومو اغراضو قرباني شو، ځکه دوى دده سياسي فکر څخه ډاريدل،
او داسي فکر يې کاوه چي په سياسي ډګر کي ده ته ماتي ورکول اسان کار نه دى.د شهيد
مرحوم ميوندوال روح دې خوشاله وى.
د استاد کاظم بيمار ليکنه
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/56...