صفحه نخست > دیدگاه > ريفرنډم: حقيقت او افسانه

ريفرنډم: حقيقت او افسانه

جمعه خان صوفي
جمعه 11 نوامبر 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

تا ر يخ با يد چې څنګه وي، هم هغه شان و ليکل شي. په دې کښې د خيا نت کولو په جرم مو نږ تل د پا کستان واکداران او دد ه ليکوالان تورن کړي دي. دېکښي د شک کولو ګنجايش نشته. مګر راځئ چې لږ خپل ګريوان ته هم وګورو چې مونږ خپل تا ريخ څومره تحريف کړيدى؟ ځينې پښتانه ليکوالان، غرضي او يا ناخبره سياستدانا ن تل تور لګوي چې د ١٩٤٧ ريفرنډم په مونږ انګريز او مسلم ليګ را وتپلو. حقيقت بيخي بر عکس دى. خو دلته زه پرې رڼا اچول نه غواړم ، ځکه چې بحث به اوږد شي. زه فقط په دې بحث کوم چې په ريفرنډم کښي مونږ ته ددريم انتخاب ( دپښتنو آزاد ريا ست) د نه را کولو با عث هم کانګرس و.او انګريز مجبور و چې د هغه په ښوونه عمل وکړي ځکه چې هغه د هند لويه برخه په لاس کښې لرله او د انګلستان ټول تجارت او صنعتي اړيکې هم د دغه برخې سره وې. بل دهند د مسلو د حل کنجي هم کانګرس سره وه.مسلم ليګ فقط حاشيوي رول لوبولو. په دې خبره باچا خان د عمر په آخر کښې پوهه شو چې ساګ سيلۍ وړى ؤ او د پښـتنو يوه برخه د وخت نا ترسه څپو لاهو کړې وه.

باچا خان د دريم جون (١٩٤٧) دهند د تقسيم اعلان او ورپسې د کانګرس د ورکنګ کميټۍ د اجلاس نه پس وا قعات د اسې ليکي ((په سبا زه او ګاندهې جي وايسرا ى لارډ ماونټ بيټن ته ورغلو، هغه سره مو خبرې وکړې. هغه په دې کښې د جناح صا حب شرکت هم ضروري وګڼلو. څه وخت چې جناح صاحب ګاندهي جي او زه يو ځا ى شو نو جناح صاحب وويل چې دى زما مسلمان ورور دى، زه ده سره ځان له خبره کوم. نو ما ګاندهي جي ته وويل چې دده داسې خوښه ده نو که اجازه وي، نو زه به ورسره ځان له خبره وکړم. هغه ماته وويل چې ډيره ښه. جنا ح صاحب ماته ووېل چه تاسو ته به پراونشل آټا نو مي (صوبايي خود مختاري) درکوو. خو په دې عمل و نه شو.)) د لته باچا خان يوه مهمه خبره ژوولې ده. هغه دا چې باچا خان خود مختاري نه ټسوله، هغه ايغ په نيغه دريم انتخاب غوښتلو او جناح صاحب ددري اړ خيزه (کانګرس، انګريز او مسلم ليګ) معا هدې پابند و، او ورته معلو مه وه چې دريم انتخاب کانګرس مسترد کړىدى، ځکه چې موصوف بنګال آزاد غوښتلو او انګريز ورسره منلې وه، مګر کا نګرس د بنګالي مسلما نانو او هندوانو يعنې مسلم ليګ او کانګرس د متحده بنګال په حقله د متفقه فيصلې بر خلاف دغه آپشن رد کړى و. جناح صاحب پو هه و چې کانګرس خپل ملګري سره هم لو به کوي.نو ځکه دغه مذاکرات طبعآ ناکامه شول. ددې نکته معترضه نه په معذ رت باچا خان د دغه مذ کوره عبارت په تسلسل کښې ليکې او اصلي مطلب ته راځي (مګر بعد از خرابى بسيار((اصل کښې ماته تر دغه وخته دا معلومه نه وه چې د ماونټ بيټن، کانګرس او مسلم ليګ تر منځه ټولې فيصلې شوي وي. دا خو چې ما د مو لا نا آزاد کتاب آزادي هند و لو ستلو نو زه ددې حقيقت نه خبر شوم)) (دغه کتاب باچا خان په ١٩٨٢ کښې هغه وخت ولو ستلو چې د زما ژ وند او جدوجهد يي ورله ليکلو يعنې ٣٥ کاله پس او کتاب ١٩٥٧ کښې چاپ شوى و) خو ادامه ...((نو زه دا وايم چه عمل پرې څنګه شوى وې، او لارډ ما ونټ بيټن خو زمونږ په سر سو دا کړې وه، نو څنګه ګاندهي جي خبره منلې وې او جناح صاحب څنګه زما خبره منلى وى. هڼ! داده چه که ددې فيصلې نه وړاندې ګاندهي جي زمونږ دا خبره کړى وې نو د منلو امکان و... نو کانګرس په صوبه سرحد کښې ريفرنډم ومنلو او ما ونټ بيټن ورته پنجاب او بنګال تقسيم کړل او دوۍ دواړو سودا زمونږ په سر وشوه.)) ( وګورئ عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، کابل، دولتي مطبعه، ١٣٦٢ هش، ١٩٨٣م، ٧٣٣-٧٣٤ مخونه) دلته باچاخان په حقه ګاندهي ته ګوته نيسي. مګر ګاندهي خو فقط دى استعما لولو. دهغه د پښتنو آزاد رياست سره څه کار؟

دا خوؤ باچاخان چه د عمر په آخر کښې د کانګرس په خيانت پوهه شو خو دا ډير بې وخته و، وايي چې اختر تير شي نو نکريزې په ديوال پورې کړه. اوس به راشو نورو شواهدو ته. اصل کښې ټوله لو به کانګرس جوړه کړې وه. څه و خت چې دغه درې اړخيزه فيصلې وشوې نو کانګرس پښتانه پاکستان ته قصداً پريښودل،ځکه چه کانګرس اعتماد بايللى و او نهرو خپله د ١٩٤٦ ناکامه دوره کښې دا محسوس کړې وه، مګر د خپل ملګري چل نه ور تللو. ددې دپا ره يې هغه ته کله لالي پاپ ورکولو او کله ددروغو وعدې. باچا خان خو د پښتون دو سته ګورنر اولف کيرو د مخلصانه مشورې برخلاف چه ورته يې و يلي وو چه د کانګرس نه ځا نونه آزاد کړئ او خپل سرنوشت په خپلو لاسو کښې واخلئ خپلې فيصلې پخپله وکړئ ،نه صرف په غلطه روان وبلکه کيرو پسې يې پښې لوڅې کړې وې چه وروک يې کړې ا و دمولانا آزاد نصيحت ته يې هم غوږ و نه نيسه چه د تقسيم د اعلان نه پس يې ورته ووې چه مسلم ليګ سره لاره جوړه کړه، بله لار درته نه پاتې کيږي،اړم و ناچله رباب يې غږولو او کانګرس ورته کوڼ غوږ نيولى و. آزاد پوهه و چه:

Once Congress had accepted partition, what future could be there for Khan Abdul Ghaffar Khan and his party? Maulana Abul Kalam Azad, India Wins Freedom, the Complete Version, Orient Longman Limited 1988، P. 211
ترجمه: څه وخت چه کانګرس تقسيم ومنلو نو خان عبدالغفار خان او د هغه ګوند ته څه مستقبل پاتې و؟ ( وګورئ د آزاد کتاب، مخ ٢١١)

د ريفرنډم باره کښي يوه دلچسپه خبره دا هم وه چه کيرو په نوو انتخاباتو باندې زور اچولو، نهرو (دغه وخت تقريباً وزيراعظم و او وايسراى پسې دويم کس و) ورسره نه منله او باچاخان په دې ردوله چه تير اليکشن ز مونږ اکثريت ثا بت کړى دى، مګر د کيرو او وايسراى دليل دا و چه تير انتخا بات د يو هندوستان په چوکاټ کښي شوي وو او اوس چه هند تقسيميږي نو بايد د خلکو نه بيا پو ښتنه وشي چه هند سره پاتې کيږې که پاکستان سره ځي. ولې عجيبه دا ده چه جناح صاحب په انتخاباتو زور اچولو. مګر آخر کښي نهرو ريفرنډم ومنلو او ماونټ بيټن بيا وروستو جناح صا حب را ضي کړو. ماونټ بيټن وزيرهند ته ليکي:

When I sent for Jinnah to tell him my decision on the referendum, he was at first upset, but when I pointed out that the referendum would abolish the heavy weightage (12 seats in 50) which the Hindu-Sikh minority have had in the NWFP, he began to prefer the referendum to an election. (Viceroy’s Personal Report (to Secretary of State) No 6, 8th May 1947, Mansergh, Transfer of Power, Vol.X, pp 682-84)
ترجمه: څه وخت ما جناح صاحب ته د ريفرنډم په حقله خپله فيصله واوروله نو اول خو هغه خفه شو، خو چه ما ورته ووې چه ريفرنډم به د هندو-سيک اقليت هغه دروند وزن (٥٠ کښي ١٢ سيټه) په صوبه سرحد کښې ختم کړي نو هغه انتخاباتو باندې ريفرنډم ته تر جيح ورکول شروع کړل. (دلته بايد ياد وساتو چه د کميونل ايوارډ له مخې چه انګريز د اقليتو نو د تحفظ دپاره نافذ کړى و، صوبه سرحد کښي د هندوانو او سيکانو آبادې ٧% وه او نمايندګي يې ٢٥% وه) د کانګرس اکثريت ددغه اقليت په برکت و.

چه د آزادۍ بيوخته آذ ان شروع شو نو ماونټ بيټن ليکي چه:
I immediately sent for Dr. Khan Sahib himself and told him that I could not accept this attitude, explaining to him that the independence option had been excluded for all provinces at the express request of Congress to avoid “Balkanization”. I pointed out the extreme unlikelihood of the North-West Frontier Province, consisting only of three million people and at present in the receipt of considerable subventions from the centre, being able to stand alone.

(Mountbatten’s Report on the Last Viceroyalty, 22 March – 15 August 1947, with an additional editing and a new introduction by Lionel Carter, Former Librarian, Centre of South Asian Studies, University of Cambridge, Manohar, 2003, p. 182, No. 60)

ترجمه: ما فوراً ډاکټر خان صاحب ته سوال ځواب وکړ او ورته مې ووې چه زه دغه رويه نشم زغملى او ورته مې تشريح کړه چه د آزادۍ آپشن دټولو صوبو دپاره د کانګرس په زغرده خواست باندې د ًټوټې کيدوً نه د بچيدو په خاطر له منځه ايستل شوى دى . ما ورته په ګوته کړه چه شمال مغر بي سرحدي صوبه چه صرف درې ميليونه آبا دي لري او د مرکز نه موجوده قا بل ملا حظه مالي امداد اخلي، به پخپلو پښو و نه دريدى شي.
خو کانګرس به دېمارې باچا خان ته وې چه مونږ يې منو خو مسلم ليګ يې نه مني. د آزاد د مشورې برخلاف با چاخان کانګرس پورې نښتى و او د خپل زخم دوا يې د قاتل نه غو ښته (مير کيا ساده هين بيمار هوى جسکې سبب + اسي عطا ر کى لو نډ ى سى د وا ليتى هين( دغه وخت نهرو تقريباً وزيرا عطم و او د کانګرس صدر جى بي کريپلاني و. باچاخان او زوم يې يحىَ جان خان ورپسې ځي او ورته وايي چه وايسراى ته ووايه چه مونږ ته په ريفرنډم کښې هندوستان او پاکستان سره سره دد ريم انتخاب يعني د آزاد پښتون ريا ست باندې ووټونو اچولو اجازه هم راکړي. کريپلاني يو ډير د استازۍ نه ډک خط په اولسم جون ١٩٤٧باندې وايسراى ته ليکي او زه د ځاى د کمي په وجه نه غواړم چه ټو ل يې نقل کړم. (که څوک په دې موضوعا تو باندې په تفصيل سره پو هيدل غواړي نو زما له خوا په انګريزۍ ژبه کښي ليکل شوى کتاب
Bacha Khan, Congress and Nationalist Politics in NWFP, Vanguard Books (Pvt) Ltd, 2005
دې وګوري) اول خو هغه د کيرو شکايت کوي چه د صوبه سرحد حکومت ورسره نه شي چليدى نو ورپسې د باچاخان دپاره سفارش کوي چه دوئ ته دريم آپشن ورکړ ه، خو ورته دا هم وايي چه مونږ ددريم جون د دريواړو خواو له خوا منظور شوي پلان مخالفت نه کوو.اګرکه هغه په استاذۍ ټوله پړه په مسلم ليګ اچوي. مګر بيا وروستوپخپله ماونټ بيټن يې افشا کوي.
…I wrote to you in my letter dated 2nd, paragraph 12, that "the proposed referendum should provide for the people voting for independence and subsequent decision as to their relation with the rest of India”. I understand that you have been unable to agree to this unless the Muslim League also agreed…We have accepted the Plan contained in the Statement of the June 2 [3] and we propose to abide by it fully. We do not wish to do anything which can be said to go against that Plan. At the same time we cannot impose any course of action on the N.W.F. Province to which the leaders and the people there are opposed. It is this difficulty which has faced us…We are very anxious that whatever might be done in the Frontier Province, it should in no way be in opposition to the working out of the Plan we have agreed to.

ترجمه: ما په دويم تاريخ خط کښې په د ولسم پيريګراف کښې تاته وليکل چه ًمجوزه ريفرنډم بايد خلکو ته آزادۍ دپاره ووټ اچولو او ورسره نتيجتاً باقي هند سره د اړيکو په حقله د فيصلې موقع ورکړيً خو ماته پته ده چه ته د مسلم ليګ د اتفاق نه بغير دې سره اتفا ق نه شو کولى ...مونږ ٢ (٣) جون بيان کښې نغښتى پلان منلى دى او ورته په بشپړه توګه وفادار يوو، خو دې سره سره مونږ شمال مغر بي صوبې باندې داسې کړنلاره نه شو تپلى چه دهغه ځاى ليډران او خلک يې مخالف وي . دا هغه مشکل دى چه مونږ ورسره مخامخ يوو...خو مونږ سره غم دى چه هر څه په صوبه سرحد کښې وشي بايد د منظور شوي پلان مخا لف نه وي.

وايسراى ورله ځواب ورکوي او ورته وايي چه د ريفرنډم په حقله منظور شوي پلان نه سرغړونه نه شي کيدى . خو د نر ځوى دغه خط او خپل ځواب پنډت نهرو ته هم ليګي او د نهرو د يو خوږ دوست په حيث په راز و نياز ورته وايي چه:
I have not of course made the point in this reply that it was at your written request that the option for the Provinces to vote for independence was taken out; and that Mr Jinnah (who was in favour of Bengal being allowed to vote for independence) is aware of the fact that I conceded this point to Congress. But in the circumstances you will see that both your position and my position would be completely untenable if either of us were to go back on this arrangement now.

(Rear Admiral Viscount Mountbatten of Burma to Pandit Nehru, 17th June 1947, Mansergh, Transfer of Power, Vol. XI, pp. 459-460)
تر جمه: ما پخپل ځواب کښې ورته بيشکه دا نکته و نه ليکله چه دا ستا د ليکلي خو است په اساس وه چه د صوبو دپاره په خپلواکۍ باندې د ووټ اچولو آپشن ترې ما وويست، او ښاغلى جناح (نومړى بنګال ته په خپلواکۍ باندې ووټ اچولو طرفدار و) خبر دى چه دغه رعايت ما کانګرس ته ورکړ. خو په داسې حا لاتو کښې ته پوهيږې چه زما او ستا پوزيشن به بيخي مجروح شي که مونږ يو هم د دغه ترتيب نه په شا شو.

ياد ساتل پکار دي چه دغه ريفرنډم (ټولپو ښتنه) هغه وخت وشول چه مرکز کښې د پنډت نهرو او صوبه سرحد کښې د ډاکټر خان صاحب د مشرۍ لاندې کانګرسي حکومتونه وو. اوس بايد فيصله وشي چه واقعت څه دى؟ مونږ ولې تر اوسه په غلطه پورې نخښتي يوو. آيا زموڼږ مشران نه پو هيدل؟ غرضيان وو يا چمک و؟ په دې موِضوعاتو به بيا چرته رڼا واچوم.

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس