صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شــمشـېـرغـار

شــمشـېـرغـار

Hask
پنج شنبه 4 دسامبر 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

 د کندهار د ښاره څخه که د لوېديځ ـ سؤهېل لوېديځ پر خوا باندي ور روان سئ ، نو تر څه نه څه ۱۵ ميله مزل کولؤ ورؤسته به برابر د پنجوايي و سيمي ته ور ورسېږئ . ددغي سيمي څخه که بيا ، وينې ، داسي يو درې نيم ميله لا نور د شمال ـ شمال ختيځ پر خوا مخ پسي ور ونيسئ ، نو پر يوه غره باندي به ور پېښ سئ ؛ چي په دغه غره کښي به مؤ يو لؤی غار هم ، چي شمشېر غار باله کېږي ، تر سترگؤ سي . 
د ارغنداو د رودخانې پر ختيځه غاړه باندي د بادوان په نامه سره يو کؤچينی کلی پروت دئ ، چي يو خؤ ئې خلگ زياتره کښتگر او کروندگر دي ، او بله ئې دا چي و شمشېر غار ته هم تر نورؤ ټولؤ کلؤ دغه يو بېخي ډېر ور نژدې دئ . د غره د راکښته لمني څخه چي مخ پر لوړه د غار تر خولې پوري ورخېژئ ، نو د دغه څه نه څه ۱۵ ــ ۳۰ دکيکو ( دقيقو ) پوري وخت نيسي . 
شمشېرغار د افغانستان و سؤهېل ـ لوېديځ ته د يوې غټي رېگستاني سيمي پر څنډه پروت دئ . د دوري رود ــــ چي د ارغنداو په رود ورگډېږي او د پنجوايي و سؤهېل ـ لوېديځ ته تر څه نه څه ۲۰ ميلؤ پوري بهېږي ــــ د کندهار ددغي سيمي د غرؤنؤ ، چي زياتره ئې د اهاکي ډبرؤ دي ، د کښته لمنؤ او د رېگستان د سيمي تر ميانځ د يوه مرز په شاني پروت دئ . دغه غار د ارغنداو د اوسني رود د غاړؤ څخه دغه نژدې سل ميتره لوړ دئ . د لؤمړنيؤ څېړنؤ د مخي داسي اېسېدله چي شمشېرغار درې غټ دهلېزؤنه لري ، مگر پر څو کؤچينيؤ برخؤ باندي تر وېشله کېدو راورؤسته ئې خبره ولاړه ، و ټولټال پنځو دهلېزؤنؤ ته ورسېده ، چي هغه ئې دا دي : 
لؤمړی دهلېز : دغه دهلېز ئې څه نه څه ۱۶ ميتره اؤږد ، ۱۱ ميتره برداره ، او ــــ د غار د خولې پرته ــــ نور نو ټوله دوه نيم ميتره لوړ دئ . د لؤمړي دهلېزه څخه و دوهم دهلېز ته يو راهرو وروتلی دئ ، چي هم ډېر تنگ او هم ئې چت بېخي ډېر راکښته دئ ؛ دغه راهرو دوهم دهلېز د لؤمړي يوه څخه جلا کيي . 
دوهم دهلېز : د دغه دهلېز اؤږدوالی ئې ۱۷ ميتره دئ ، برواله ئې ۱۳ ميتره ده ، او اؤږدواله ئې ــــ د دهلېز د خولې پرته ــــ و ۶ ميترؤ ته رسېږي . و درېيم دهلېز ته تر وررسېدو دمخه به تر يوه ډېر تنگ راهرو ورتېرېږئ ، کم ( کؤم ) چي څه نه څه ۱۱ ميتره اؤږد دئ ، يونيم ميتر ئې بروالی دئ ، او يونيم ميتر ئې هم لوړواله کېږي .
درېيم دهلېز : درېيم دهلېز ئې ، چي تر پنځو سرؤ دهلېزؤنؤ ډېر غټ دئ ، اؤږدواله ئې څه نه څه ۳۵ ميتره ده ، برواله ئې ۲۵ ميتره ده ، او لوړواله ئې و ۳۰ ميترؤ ته رسېږي . 
څلرم دهلېز : د څلرم دهلېز اؤږدواله ئې و ۴۰ ميترؤ ، برواله ئې و ۱۰ ميترؤ ، او لوړواله ئې و ۱۲ ميترؤ ته رسېږي . 
پنځم دهلېز : و پنځم دهلېز ته ئې ورتگ ډېر سخت او دؤښوار دئ . دغه دهلېز د درېيم يوه څخه څه نه څه ۴ ميتره لوړ دئ . که غواړئ چي ځان ور ورسوئ ، نو بيا به داسي کوئ چي يو تن به راولاړېږئ او د ها بل يوه پر اؤږو باندي به هلته لوړ ور پورته کېږئ . که دا نه کوئ ، نو بيا يو څو ډبري راواخلئ ، سر پر سر ئې کښېږدئ، آ زياته نو لوړ باندي ور پورته سئ
شمشېرغار يو وچ غار دئ ؛ اؤبه نه لري . و لؤمړي او دوهم دهلېز ته ئې لا ها دغونده يو د لمر رؤڼا وررسېږي ، مگر که ئې په درېيم ، څلرم ، او يا پنځم دهلېز ورننوزئ ، بيا نوهغه دئ چي رؤڼا هم سوکه ـ سوکه درڅخه ځي ، الونيا کېږي . ددغه اسيته څخه مؤ نو بايست چي همېشه يو څو دانې لمپې او يا د لاس څيراغان هم درسره اخيستي يي . د شمشېرغاره څخه ، د پخوا زمانو راهيسي، د يوې پناهگاه په توگه کار اخيستله سوی دئ . په هره زمانه کښي چي تاړاک کوؤنکؤ پر دغه خاوره باندي تېری کړی دئ ، نو پناه غؤښتؤنکؤ ، د خپله دؤښمنه څخه د يو سرپناه پر پاري ، تل و همدغه شمشېرغار ته پناه وروړې ده . مگر اوس ، دادئ ، تش ـ تور ولاړ دئ او ها خپل بؤمي اوسېدؤنکي ئې لا هم سر نه ورايسته کيي . 
په ۱۹۵۰ ميلادي کال کښي د ’’ امريکا د پنځؤني ( طبيعي ) تاريخ د موزيم ‘‘ د خوا په شمشېرغار کښي ځيني کيندني وسولې . که څه هم تر هغؤ کيندنؤ او څېړنؤ کولؤ ورؤسته دغه غار په ’’ تر تاريخ مخکښي دورو ‘‘ کښي و نه شومارل سؤ ، مگر دا چي د ميلاد د زېږېدو څخه بيا د مغؤلؤ د تاړاک تر زمانې پوري د بشري ژوندانه نخښي ؤ نيښانې پکښي وليدل سولې ، نو په باره کښي ئې ها يو دغونده ښه سؤ ، دا را پر ډاگ ته سوله ، چي نؤموړی غار د افغانستان په تاريخي دورو پوري اړه لري . 
په شمشېرغار کښي ،’’ تر ايسلام ( اسلام ) مخکښي ‘‘ ، د بشر د ژوندانه د کولؤ نخښي ؤ نيښانې په دغؤ تاريخي دورو کښي هم ليدله سوي دي : 
۱ ــ تر کوشان مخکښي دوره : دا دوره تر ميلاد سل کاله مخکښي دورې لا په ور مخته دوره کښي راځي . 
۲ ــ کوشاني دوره : دا دوره ’’ تر ميلاد سل کاله مخکښي دورې ‘‘ څخه رانيولې بيا د ’’ تر ميلاد را ورؤسته تر درې نيم سوه کالؤ پوري ‘‘ په دوره کښي راځي . 
۳ ــ کوشاني ــ ساساني دوره : دا دوره تر ميلاد را ورؤسته د درې نيمؤ سوؤ کالؤ څخه رانيولې بيا تر اؤوه سوه کالؤ پوري په دوره کښي راځي . 
زمؤږ يو کؤچينی ويـــــديــــــاني گــــــــــښـــــــــــت: د ډېره کؤچينيوالي راهيسي مي د يوه او بل د خولې دا اورېدلي او په مغز کښي مي پاته ول چي ، ’’ ’ ورک ئې که ... يو دونه لؤی تک ـ تور غار دئ چي د سړي تره پکښي کېږي ! ‘ ’ ددې غار سر ؤ پای تر اوسه پوري هيڅ چا نه دئ مالؤم کړئ ؛ دونه لؤی غار دئ ، وپيدې ، چي يو سر ئې دالته په کندهار کښي دئ ، او ها بل ئې نېخم چي وايي په اېران کښي دئ ، په اربستان ( عربستان ) کښي دئ ، او که گوره چي د دؤنيا پر کم سر دئ ؟! ‘ ’ په شمشېرغار چي يپلا ( يو پلا ) څوک ورننوتلی دئ ، بيا په هغه خودای که ژوندی ځني راوتلی دئ ! ‘ ’ په شمشېرغار چي دا ورننوتلې ، آ بالا نو درکمه ، دغه لم غؤټه سپاره ، چي ايسته ؤ دوري به دي پر سر درته کېږي ، مگر ته به ئې په سترگؤ لا هم نه سې ليدلای! گوره چي دا نو اوس پېريان دي ، دېبان دي ، مادرزؤميان دي ، که څه ابېجي بلاوي دي ؟! خؤ تؤري ئې را کښلي يي ، بالا دي دې ته نه گوري ـــ د خلگؤ خوارانؤ سرؤنه غوټ - غوټ په ور پرې کيي ! ‘ ’ وام په اغه خودای که به درواغ درته وايمه ! بس دغسي غټي گردۍ ـ گردۍ ارې دي ، چي د اينسان مغز کار نه ورته کيي ، دا ئې نو بيا وا دي روېدو لوړ د چته څخه راځړېږي . ته به په ځان لا نه ئې خبر چي په څرخېدو ـ څرخېدو کښي به وختي لا درباندي راغلي يي ! بس خودای مؤ دي ځني ساتي ؛ دا چي پر هر چا باندي ور برابري سوي دی ، هالته ئې ځای پر ځای د بدن پر نيمايي باندي غوټ اره کړي دي ...! ‘ ‘‘ د ۱۳۷۵ کال د غبرگولي د مياشتي پر اتمه نېټه باندي د درې شنبتي ( سې شنبې ) د روځي د ماپښين د دوو بجو په شا ؤ خوا کښي ما ( غرڅني خان بابي ) ، زما گران مشر ورورک ( ښادروان شهيد مجيد خان بابي) چي داغ ئې د همېشه دپاره زما پر زړه پاته سؤ ، زما گران کشر ورورک ( بريالي خان بابي ) ، زما گران خوريي ( پښتؤن خان بابي) ، زما گران وراره ( رگښتي خان بابي ) او زمؤږ يو گران دوست ( اسدالله خان قريشي / آغاي گؤل ) زمؤږ و يوې سپيني سراچې گاړي ( موټر ) ته ، چي ما به د مسخرو ’ کوارچه گاړه ‘ ورته ويله ، و دغي ته مؤ ځانؤنه سره ورواچول او زياته مؤ نو مخ د شمشېرغار پر خوا ، د يوه کؤچيني ويدياني گښت ( علمي سير/ سير علمي ) د کولؤ پر پاري ، ورونياوه . ښه ټکنده غرمه وه چي و پنجوايي ته ورورسېدلؤ . دورې د اسدالله خان پر يوه دوست باندي ورغللؤ . تر روغبړ ـ موغبړ کولؤ ورؤسته که مؤ کتل چي يو څو تنه راغلل او و آغاي گؤل ته کښېنستل ؛ يوه به ورته ويله چي ، ’’ ډاکټر آغا پر نس مي درد دئ . ‘‘ او بل يوه به بيا دغه ورته ويله چي ، ’’ خورا کلپ بيمار يم ! د بدن سېک مي ختلی دئ . کرۍ شپه مي داسي وچ ـ کلک پر ملا درد يي ! بس که دی يوه نؤسخه را وکښله ، دؤآ گويه به دي يم ! ‘‘ آغاي گؤل به هم و جېب ته لاس کئ ، کلم او يوه ټوټه کاغز به ئې باندي راوکښله او باره به ئې د ’’ کـــؤټـــرای مـيــسازول ‘‘ په نامه گولۍ ور وفرمايلې ؛ او تر هغه لاندي به ئې ورته وکښله ( ۱ + ۱ + ۱ ) د دغه مانا دا وه چي ياندي درې وخته : سهار ، غرمه ، او ماښام به يوه يوه دانه ځني خورې ــ پرېږدې به ئې نه ! بالا که خودای کول شی لا منې که په سترگؤ ووينې ! 
دالته د کلي سره نژدې يوه غټه واله هم بهېدله ، چي په هغه کښي تر لمباو کولؤ ورؤسته مؤ يوه دانه بيجلی او يو څو د لاس څيراغان راسره راواخيستل او بالا نو برابر د شمشېرغار د غره پر خوا باندي ور رهي سولؤ . زمؤږ لاربه ( راهنما ) د آغاي گؤل يو دوست او په خپله د همدغه کلي سړی ؤ . بس دی مؤ مخ ته کړی ؤ او مؤږ ټوله تر شا په پسې ؤ . په شمشېرغار کښي وگرځېدلؤ ، مگر ها څه چي مي په کؤچينيوالي اورېدلي ول ، هغه مي په سترگه نه سول . مگر هو نو ، د سړيانؤ ( انسانانؤ ) هډؤکي ، پر دېوالؤنؤ باندي ځيني ليکني ، په سره رنگ باندي کښله سوي انځورؤنه ، توږني ، شوپرکان او وهري خوا ته ئې گنگي ــ چي گرده غار ئې پر سر اخيستی ؤ ؛ نور نو خاوري ، مټ او دؤړي ... چي دا ټوله مؤ لا ښه په پېخر وليدل . کله چي زمؤږ لاربه راته وويله چي ، ’’ د روسانؤ په وختؤ کښي چي به پر دغه کلي باندي بمبارۍ کېدلې ، نو مؤږ به کور تر کوره ټولؤ و دغه غار ته پناه راوړله . ‘‘ دده د دغي خبري څخه ما يو دغونه څرک وايستئ چي د شمشېرغار څخه ، په رشتيا سره هم ، د تاريخ په اؤږدو کښي د يوې بشري پناهگاه په توگه کار اخيستل سوی دئ . ما ، ښه ؤ ، په دغه ويدياني گښت کښي مي هم ، د نور کله په شاني ، خپله ’’ کیانن ‘‘ کېمره راسره اخيستې وه ؛ چي په غار کښي دننه او تر غار را دباندي مؤ يو څو سيترې ( عکسؤنه ) په واخيستلې او زياته نو پر خپله تړه ځني روان سولؤ که ښه وې ، نو هغه وختي لا ښه وې ! ها خپل د زړه سر ورورک ( ښادروان شهيد مجيد خان بابی ، چي مؤږ به د ډېره گرانښته څخه شيرين خان باله ) خؤ به مي لا راسره ؤ . د ورورک بېلتانه مي پر زړه داسي کاري او ناسؤري پؤرهار را جوړ کئ ، چي شمشېرغار د مېږي تر غار لا ډېر کؤچينی ورته اېسي ! 
د شمشېرغار په باره کښي مالؤمات مي د لؤيي دؤپري د ’’ شمشېرغار : هيسټوړيک کئيو سايټ اين کنډئهاړ پړاوينس ، ايافگيانسټیان ( ايانتړئپئلاجيکل پئيپئړز اف د امړيکن ميؤزييم اف نيآچړل هيسټؤړي) د نسک (کتاب) او دده د ’’ايافگيانسټيان‘‘ په نامه د نسک څخه را اخيستی دئ. د انگرېزي څخه و پښتو ته را اړونه ئې:

غرڅنی خان بابی

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/650

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس